د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

له اوږده ځنډه وروسته نوی کابینه ولسي جرګې ته معرفي شوه


له اوږده ځنډ وروسته بلاخره د پنځه ویشتو وزارتونو او د ملي امنیت او افغانستان بانک د ریاستونو کاندیدان د جمهوري ریاست له خوا اعلان او ولسي جرګې ته معرفي کړل.

د چارو ادارې مشرعبدالسلام رحیمي، نن په یوه غونډه کې چې ولسمشر او نور لوړ پوړي چارواکي هم حاضر وو، د دې کسانو نومونه واخیستل، د دې لست له مخې:

شیرمحمد کریمي دفاع وزارت ته

نورالحق علومي کورنیو چارو وزارت ته

صلاح الدین رباني بهرنیو چارو وزارت ته

غلام جیلاني پوپل مالیې وزارت ته

احمد سیر مهجور عدلیې وزارت ته

ګل زلمي یونسي پوهنې وزارت ته

نجیبه ایوبي ښځو چارو وزارت ته

عباس بصیر فواید عامې وزارت ته

فیروز الدین فیروز عامې روغتیا وزارت ته

یعقوب حیدري کرنې وزارت ته

نصیراحمد درانی کلیو او پراختیا وزارت ته

برنا کریمي مخابراتو وزارت ته

داوود سبا کانونو وزارت ته

خاطره افغان لوړو زده کړو وزارت ته

سادات نادري کار او ټولنیزو چارو وزارت ته

سید حسین عالمی بلخي کډوالو وزارت ته

فیض محمد عثماني حج او اوقافو وزارت ته

فیض الله کاکړ د مخدره موادو پرضد مبارزې وزارت ته

میرمن آی سلطان خیري اطلاعاتو او فرهنګ ته

قمر الدین شینواری سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته

رحمان اوغلي اقتصاد وزارت ته

سردار محمد رحیمي سوداګرۍ وزارت ته

فیض الله ذکي ترانسپورت وزارت ته

شاه زمان میوندي ښار جوړونې وزارت ته

او محمود صیقل د اوبو او انرژۍ وزارت ته کاندیدان دي.

له دې سربیره رحمت الله نبیل د ملي امنیت ریاست ته او خلیل صدیق د افغانستان بانک ریاست ته کاندیدان دي.

د چارو ادارې مشرعبدالسلام رحیمي وویل، چې د ولسمشرد فرمان له مخې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مکلف دی، چې دغه کسان د باور رایې لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې اداري پلاوی د کابینې د غړو د اعلان هرکلی وکړ او وې ویل، چې په مناسب وخت کې به دوی ته د باور یا رد رایې ورکړي.

XS
SM
MD
LG