د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

اسماعیل خان: عبدالله عبدالله د هراتیانو په وړاندې ستره جفا کړې


د هرات پخوانی والي او یو پخوانی جهادي قومندان اسماعیل خان په راتلونکو دوو میاشتو کې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري په بې ساري ډول د امنيتي ګواښ خبرداری ورکوي.

نوموړي دغه راز د افغانستان د ملي وحدت حکومت پر اجراییه ریس انتقاد کوي چې په نوي کابینه کې یې هراتیانو ته ونډه نه ده ورکړې. اسماعیل خان وایي عبداله عبداله د دغه ولایت د خلکو په وړاندې لویه جفا کړې ده.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ پخواني وزیراو د هېواد په لویدیځ کې یو مشهورجهادي قومندان محمد اسماعیل خان خبرداری ورکوي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې یو بې ساري جنګ د افغانستان خلک ګواښي.

اسماعیل خان د ملي وحدت حکومت څخه غواړي چې هر څه ژر د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره منظم پروګرامونه ترتیب کړي:

″خلکو تاسو ته وایم. ښایې تاسو په وار وار زما خبرې اوریدلې وي او په هغه باور ولرئ.

تاسو دوې میاشتې وروسته تردې له لویې جګړې سره مخامخ کېږئ.

یوازې په دغو اختتافونو، غلاوو او ناامنیو اکتفا نه کېږي.

دا وضعیت ښیې له هغو دښمنانو سره چې له بېلابېلو برخو څخه یې نوي په افغانستان کې سرونه راپورته کړې دي، نو په جوزا او سرطان میاشتو کې به د جګړو کچه سل برابره ډیره وي.″

اسماعیل خان چې تر ولسمشرۍ انتخاباتو دمخه یې د هرات له خلکو غوښتل چې د جهادي کورنۍ په ګټه خپلې رایې وکاروي، اوس له خپلو څرګندونو پښیمانې ښیې.

هغه د ملي وحدت حکومت په نوي کابینه کې هراتیانو ته د ونډې نه ورکول د دغه ولایت د مشرانو ترمنځ ګډوډي یادوي.

اسماعیل خان وایي چې عبداله عبداله د هرات د خلکو په حق کې جفا کړې ده:

″د هرات د خلکو ګوتې پرې شوي. په هغه وخت کې د هرات خلک ووژل شول.

ټول با احساسه هراتیان ډیرخپه دي. واقعا نشو کولای ځانته قناعت ورکړو.

یقین لرم چې ډاکټرعبداله واقعا د هرات د خلکو په وړاندې جفا وکړه.

د هرات خلکو تر نورو مشرانو ده ته ډیرې رایې ورکړې، خو عبداله دې خلکو ته هیڅ ارزښت ورنه کړ.″

د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرایه ریس د کړنې په وړاندې د اسماعیل خان غبرګون داسې مهال شوی چې تردې وړاندې هم د هرات ولایت اوسیدونکو د عبداله عبداله په اړه ورته انتقادونه کړې وه .

اسمعیل خان هم د دغه ولایت امنیتي وضعیت خطرناکه وباله او هغه یې د هراتیانو لپاره د نه زغملو وړ وباله.

نوموړي دا څرګندونې په هرات کې د یوه پخواني جهادي قومندان داکترنورګل د جنازې پرمهال وکړې.

دغه قومندان درې ورځې وړاندې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.

د اسماعیل خان انتقاد داسې مهال شوی چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د نوې کابینې په لست کې د ده نوم شامل نه وو او دا هغه څه وو چې ده یې هیڅ کله تصور هم نه کاوه .

XS
SM
MD
LG