د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

په پېښور کې د ترورېزم پر ضد لاريون وشو


د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د شنبې په ورځ د دې ښار لسګونو اوسېدونکيو؛ د مدني ټولنو غړيو او د پښتونخوا ولسي تحريک په نامه د يوه سياسي ګوند پلويانو په پېښور کې پر ښوونځي د وسله والو طالبانو په حمله کې د وژل شويو کسانو د څلوېښتۍ په مناسبت د ترورېزم پرضد لاريون وکړ.

لاريون کوونکو د پاکستان له مرکزي او همدراز د خيبر پښتونخوا له ايالتي حکومته وغوښتل چې پر ښوونځي حمله کوونکي دې ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

دوى همدراز په سيمې او پاکستان کې د ترورېزم په ضد شعارونه ورکول او د ښوونځي د حملې د عاملينو محاکمه يې غوښتله.

وسله والو پاکستاني طالبانو د تېر ٢٠١٤م کال د ډسمبر په ١٦مه نېټۀ په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځئ حمله وکړه چې په نتيجه کې يې د زده کوونکيو په ګډون لږ تر لږه ١٥٠ کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

تر دغې حملې وروسته د پاکستان حکومت په څرګنده د ترورېستانو پرضد عمليات چټک کړي او د ترورېزم د مخنيوي او د ترورېستانو د ځپلو لپاره يوه ملي کړنلاره هم جوړه کړې چې له مخې يې دوى په دې هېواد کې پوځي محکمې جوړې کړې او همداراز يې يو لړ نور ګامونه هم اوچت کړي دي.

خو د خيبر پښتونخوا د ولسي تحريک مشر او د لاريون ګډونوال ډاکټر سيد عالم محسود په دې اړه د ازادي راډيو له مشال څانګې سره په خبرو کې وويل چې حکومت دې د ترورېزم د له منځه وړلو لپاره يواځې په قبايلي سيمو کې نه؛ بلکې په پنجاب کې هم عمليات وکړي:

" د ګامونو اندازه بۀ د دې نه لګېږي چې آيا دوى صرف په ټي ټي پي [تحريک طالبان پاکستان] پسې رااخيستې ده؛ که دوى د پنجاب مرکزونو ته هم څه وايي؟ دوى د ترهګرو همدردو سياسي پارټيو ته څه وايي که نه همداسې يې پرېږدي؛ لکه چې مخکې وه؟ نو دغه څو عوامل به دا فيصله کوي چې د دوى دا ګامونه عملي دي او که نه؟

دوى زموږ هر غم يې په نوي غم کې رانه هېر کړى دى او يا هر غم يې په نوې ډرامه کې رانه هېر کړى دى؛ خو موږ به دا ماشومان نه دوى ته هېرولو ته پرېږدو او نه به يې موږ هېروو."

د پېښور د مدني ټولنې فعالې ثنا اعجاز، چې په لاريون کې يې د "يا به طالبان وي، يا به پاکستان وي" شعارونه ورکول، وويل چې حکومت دې نور د "ښو" او "بدو" طالبانو ترمنځ توپير ختم کړي او ټول ترورېستان دې وځپي:

" زموږ يوه ناره ده چې په هغه ناره کې موږ هغوى ته پېغام ورکوو چې يا به طالبان وي، يا به پاکستان وي. نور زموږه خلک ددې جوګه نه دي چې دا برداشت کړى شي. اوسه پورې چې د ښو او بدو طالبانو کومه پاليسي وه، اوس دا ختمېدل پکار دي. ددې واقعې نه پس ټول وګړي دا غواړي چې د ښو او بدو خبره دې ختمه کړى شي، طالبان دې طالبان او دهشتګرد وګرځولى شي."

د لاريون يو بل ګډونوال شهاب ختک بيا وايي چې د پاکستان مرکزي او صوبايي حکومتونه او همداراز د دې هېواد پوځ ته اوس ښايي چې د ترورېزم پر ضد جوړه کړې ملي کړنلاره ژر تر ژره عملي کړي:

" موږ امن غواړو، موږ په دې خاوره کې نوره تباهي او بربادي نه غواړو او د دې لپاره موږ دا وايو چې دا ډبل ګېم [دوه مخې پاليسي] يا خپل ولس د دې جنګ خشاک جوړول؛ دا سلسله دې بند کړى شي."

په دغه لاريون کې د پېښور د اوسېدونکيو او مدني ټولنو پر غړيو سربېره د پېښور پر ښوونځي په حمله کې د وژل شويو زده کوونکيو د کورنيو غړيو هم ګډون درلود.

دوى له حکومته غوښتنه کوله چې دوى ته دې وښايي چې تر دې دمه يې ددغې پېښې د مسوولينو د نيولو او د څېړنو په لړ کې کوم ګامونه ترسره کړي دي:

" مهم څيز دا دى، چې موږ دا غواړو چې موږ ته دا پته ولګي چې دا چا وکړ؟ دا څوک وو؟ که دوى نيولي وي، نو موږ ته دې وښايي چې موږ خو يې وګورو کنه."

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په پېښور کې پر ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر حملې وروسته؛ د دې ښار اوسېدونکيو او د مدني ټولنو فعالانو د ترورېزم ضد د مظاهرو لړۍ پيل کړې چې دا لړۍ لا تر دې دمه روانه ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG