د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

شمالي وزيرستان: پاکستاني پوځ د ٣٥ کورنيو او بهرنيو وسله والو د وژلو ادعا کړې


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې د دې هېواد هوايي ځواک د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د وسله والو پر مرکزونو او پټنځايونو تازه هوايي بريدونه کړي چې په نتيجه کې يې دوى ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې رسنيو ته ويلي چې د دې هېواد جنګي جټ الوتکو د يکشنبې په ورځ ناوخته افغان پولې ته نزدې د شمالي وزيرستان په دته خېلو کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې لږه تر لږه ٣٥ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

دوى وايي چې په وژل شويو کې پر پاکستانيو طالبانو سربېره په دې سيمه کې مېشت بهرني جنګيالي هم دي؛ خو د هغوى د هويت په باب يې څه نه دي ويلي.

يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې پاکستانيو الوتکو په دته خېلو کې درنه بمباري کړې؛ خو په سيمه کې د مخابراتي شبکو د اسانتياوو د نشتوالي له امله په کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه شي ترلاسه کېداى.

نوموړي زياته کړه چې په دې وروستيو کې د شمالي وزيرستان په دته خېلو او شوال سيمو کې د پاکستانيو ځواکونو عمليات تېز شوي چې له امله يې ښايي په دې ځاى کې مېشت ترهګر يا وژل شوي او يا هم له سيمې وتلي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې دا هوايي بريدونه يې د دقيقو استخباراتي معلوماتو پر اساس کړي او زياتوي چې په دې کې يې د وسله والو ځينې مرکزونه هم له منځه وړي دي.

پاکستانيو ځواکونو د تېر کال د جون په ١٥مه نېټه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر ضذ پراخ پوځي عمليات پيل کړي.

دا عمليات تر هغې وروسته چټک شوي چې پاکستانيو طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ١٦مه نېټۀ په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي وسله وال بريد وکړ چې د ماشومانو په ګډون په کې ١٥٠ کسان ووژل شول.

تر دغه بريد وروسته د پاکستان امنيتي ادارو په بېلابېلو قبايلو سيمو او همداراز د دې هېواد په ډېرى ښارونو کې د ترورېزم د مخنيوي لپاره د جوړې کړې ملي کړنلارې له مخې تلاشي عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې د سلګونو سخت دريځه وسله والو او د هغوى د ملګرو د نيولو خبر ورکوي.

که څه هم دوى په وزيرستان کې د عملياتو په اوږدو کې د پراخو برياوو ادعا کوي او وايي چې د دې سيمې ٩٠ سلنه برخه يې له ترهګرو پاکه کړې؛ خو د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو يو شمېر څارونکي د پوځ ادعاوو ته په اشاره وايي چې د دوى د عملياتو برياليتوب به هغه مهال څرګند شي چې د شمالي وزيرستان بې کوره شوي خلک خپلو سيمو ته ستانه شي.

د يادونې وړ ده چې په شمالي وزيرستان کې د مخابراتي شبکو د اسانتياوو د نشتوالي او سيمې ته د خبريالانو پر ورتګ د بنديز له امله خپلواکو او ځايي سرچينو د پاکستان په هوايي بريدونو کې د وژلو شويو ترهګرو د شمېر د ادعا پخلى نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG