د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

په فراه کې د مرغانو د غیرقانوني ښکارمخه نیول شوې


د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې یې د مرغانو د غیرقانوني ښکارمخه نیولې ده.

د دې ولایت سرپرست محد یونس رسولي نن ازادۍ راډیوته وویل، له بهرنیو ښکاریانو یې لیکلې ژمنې اخیستې چې ښکار به نه کوي.

د چاپیریال ساتنې ملي اداره هم ددې اقدام هرکلی کوي او وایي، حکومت باید په نورو سیمو کې هم د چاپیریال ساتنې او د نادره الوتونکو ساتنې ته پام وکړي.

که څه هم په دې وروستیوکې داسې راپورونه خپاره شول، چې په فراه کې د کم یابه الوتونکو ښکارکیږي، خو اوس د فراه چارواکي وایي، چې د دې غیرقانوي ښکارمخه یې نیولې ده.

د فراه سرپرست والي محمد یونس رسولي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، دوی یوه نظامي شورا جوړه کړه، ترڅو په دې ولایت کې د عربانو له خوا د ښکار مخنیوی وشي.

ښاغلي رسولي وویل، له دریو اونیو را په دې خوا له دې ولایته بهرني ښکاریان وتلي دي:

″بهرنیو ښکارچیانو زموږ له نظامي شورا سره ژمنه کړې چې په دې ولایت کې به خپلې پروژې پرمخ بیایي او ښکار به نه کوي له ژمنې را وروسته تر اوسه یې کوم مرغه نه دی ښکار کړی او همدارنګه موږ څارونکو کسانو هم نه دي ویلي چې دوی ښکار کوي.″

له دې وړاندې د افغانستان د چاپریال ساتنې ملي ادارې یوې سرچینې ویلي و چې د قطرله هېواده شاوخوا دوه سوه عربان چې په کې یو شیخ هم شته، د فراه د بکوا او لاش جوین سیمې مربوط خوسپاس سیمې کې کمپونه جوړ کړي او دغلته کم یابه او قیمتي مرغان ښکاروي.

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي چې د قطر هېواد یو شمېرعربان په دې ولایت کې د لس میلیون ډالرو په ارزښت د یوه سترجومات او پارک د جوړېدو چارې پرمخ وړي.

د فراه د ولایتي شورا رییس فرید بختاورهم دا مني چې یو شمېرعربان د جومات او کلینیک د جوړېدو په بهانه دغه ولایت ته راغلي او د میش مرغ په نامه یو ډول مارغه ښکار کوي.

په همدې حال کې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د پالیسۍ مرستیال عبدالولي مدقق هم تاییدوي چې په فراه ولایت کې دعربانو له خوا د نادره مرغانو ښکار کول بند شوی.

عبدالولي مدقق له نورو محلي چارواکو هم غواړي، چې په خپلو ولایتونو کې د الوتونکو د ښکار مخه ونیسي:

″پخوا چې کوم ښکاریان راغلي و په هغه کې د متحده عربي اماراتو اوسېدونکي و، بهرنيان چې د ښکار لپاره افغانستان ته راځي کورني عوامل هم لري، داسې څوک شته چې ورسره مرسته کوي، د مرغانو په اړه معلومات ورکوي او اسانتیاوې ورته برابره وي.″

په عین حال کې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي وايي چې په افغانستان کې 138 ډوله داسې ژوي او مرغان شته چې جدي ساتنې ته اړتیا لري.

دغه اداره وايي، دا مهال د میش مرغ او مارکوپولو په څیر ژوي د له منځه تلو په حال کې دي.

په تیرو څو کلونو کې په وار وار داسې راپورونه خپاره شوي چې د افغانستان په یو شمیر سیمو کې عربان د نادره مرغانو ښکار کوي، خو تراوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.

یو شمېر افغان څيړونکي وايي، ژوي او مرغان د افغانستان له طبعي منابعو څخه شمیرل کیږي او افغان حکومت باید د دې د ساتلو او خوندي کولو لپاره جدي پام وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG