د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

کوټه: د طالبانو د انتحاري حملو او جګړو د ویډیوګانو د راټولولو عملیات پیل شوي


د بلوچستان په اکثرو سيمو او مرکزي ښار کوټه کې په سلګونو داسې دوکانونه شته چې په ناقانونه توګه د جګړو، انتحاري حملو او نورو کرکجنو ويناوو ويډيوګانې پلوري. د پاکستان مرکزي حکومت د ترهګرۍ په ضد د يوه نوي پلان له مخې په دې هېواد کې د کرکې خپروونکيو موادو د مخنيوي لپاره عمليات پيل کړي دي.

د کوټې ښار اوسېدونکى محمداعظم شاوخوا شل کلن ځوان دى؛ ده نه ښوونځى ويلى او نه يې ديني زدکړې کړې دي او کار روزګار کوي او يواځينى ساعتېرى يې په موبايل او کمپيوټر د جنګ - جنګړو د فلمونو کتل دي. محمداعظم د کوټې بلديه پلازې ته مخامخ د موبايلونو په مارکيټ کې د "المجاهد موبايل سنټر" مخته ولاړ و او غوښتل يې چې موبايل ته نوې ويډيوګانې واچوي؛ له ده مي وپوښتل چې څه ډول ويډيوګانې يې خوښېږي:

"مختلفې ويډيوګانې ګورم، د فدايانو (انتحاریانو) او د جګړو ويډيوګانې ګورم او د افغانستان د جګړو نورې ويډيوګانې ګورم؛ دغه ويډيوګانې چې به مي وکتلې ما به هم غوښتل چې زه هم جنګ ته لاړ سم.

کال دوه کاله کېږي چې زه دغه ويډيوګانې ګورم، زما چې کوم ملګري دي موږ ټول دغه ويډيوګانې ګورو؛ کله چې په کوم ځاى کې مېلمه يو؛ نو په ګډه په کمپيوټر کې دغه ويډيوګانې ګورو او دا فکر کوو چې موږ هم غرونو ته وخېژو او وجنګېږو، بل فکر مو نه کاوه."

د بلوچستان ملېشه ځواکونو او پوليسو د ترهګرۍ پر ضد د مرکزي حکومت د نوي پلان له مخې د ايالت په نورو سيمو او کوټه ښار کې د داسې دوکانونو پلټنه پيل کړې چې د جګړو، ځانوژونکيو بريدونو او نورو کرکه خپروونکيو ويناوو ويډيوګانې پلوري.

د "المجاهد موبايل سنټر" دوکاندار عطاوالله وايي؛ اوس هم ګڼ شمېر خلک ورته راځي او د جګړو او پاروونکيو ويډيوګانو غوښتنه ځنې کوي؛ خو ډېرى دوکاندارانو د حکومت له ډاره خپل دوکانونه هم تړلي؛ ځکه چې وايي، د دوى دوکانونه ټول په دغو ويډيوګانو چلېدل:

"مخکې به د عراق او افغانستان د جګړو ويډيوګانې خرڅېدلې؛ اوس حکومت پر دغو ويډيوګانو بنديز لګولى دى؛ يواځې د قرآن شريف ترجمه او نورې ديني ويناوې پلورل کېږي. مخکې خو به چې چا غوښتل هر ډول ويډيوګانې مو موبايلونو ته ور اچولې؛ اکثر به ځوانان راتلل."

د کوټې پوليسو دوې اوونۍ وړاندې د کوټې په سټلايټ ټاون؛ بلديه پلازه او پښتون اباد کې له ګڼ شمېر دوکانونو شاوخوا شپېته سي ډيانې او کمپيوټرونه يووړل او د هغوى دوکانداران يې په دې تور ونيول چې وايي؛ ترهګرۍ ته پاروونکي مواد يې پلورل.

د کوټې د بلديه پلازې يو دوکاندار وايي؛ د حکومت دې اقدام اوس دوکانداران وېرولي؛ خو وايي، اوس هم پټ په پټه داسې ويډيوګانې پلورل کېږي چې د ترهګرۍ لپاره د خلکو ذهنونه جوړوي:

"مخکې به د طالبانو په دوکانو کې د جګړو او انتحاري حملو ويډيوګانې وې؛ خو اوس نه سته، پوليسو چې څو ورځې مخکې چاپه ووهله؛ کمپيوټرونه او سي ډيانې يې ځنې يووړل اوس له هيچا سره هم نه سته او ټول خلک تر فشار لاندې دي.

مخکې هم په پټه- پټه خرڅېدل، ازاد نه خرڅېدل، کوشنيانو ته يې نه ورکولې، طالبان چې به ورته راغلل هغوى ته يې ورکولې؛ هغه هم د طالبانو په خپلو دوکانونو کې پلورل کېدلې، طالبان خپل دوکانونه لري؛ خپل کمپيوټرونه لري په هغوى کې هر څه سته."

د بلوچستان د اطلاعاتو ايالتي وزير عبدالرحيم زيارتوال چې له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره تړاو لري؛ وايي، حکومت به يې د ترهګرۍ په ضد د مبارزې په څنګ کې د داسې هيڅ ډول کرکجنو موادو پلورلو ته اجازه ور نه کړي چې ترهګرۍ ته وده ورکوي:

"چې هر شى نن په بازار کې دى حکومت يې هم بايد مخه ونيسي. د ويډيوګانو چې هر ډول دوکانونه دي؛ په دغو دوکانونو کې فحش فلمونه خرڅېږي؛ دا بايد ختم شي، په دغو دوکانونو کې د وحشت فکر خرڅېږي دا بايد ختم وي او پر دې بنياد چې د ترهګرۍ او د ډار کوم شيان په مارکيټ کې دي؛ دا ټول بايد زموږ تر څارنه لاندې وي؛ نو هيڅ يو سړى به هغه فلمونه نه ږدي چې هغه په دهشت او وحشت کې مرسته کوي او زموږ د بچېانو ذهنونه او فکرونه خرابوي."

د يادونې وړ ده چې د بلوچستان امنيتي ادارو د ايالتي حکومت په خوښه د هغو کتاب پلورنځيو په ضد هم اقدامات پيل کړي چې جګړو ته پاروونکي کتابونه او مجلې خپروي.

رپوټ: بارکوال مياخېل - کوټه

XS
SM
MD
LG