د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

نن هم ولسي جرګې ته ۳کاندید وزیرانو خپل پروګرامونه تشریح کړل


د افغان کابینې درېیوکاندید وزیرانو نن دوشنبې خپل پروګرامونه ولسي جرګې ته تشریح کړل.

د فواید عامې وزارت لپاره کاندید غلام عباس بصیر، د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت لپاره کاندید فیض الله ذکي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لپاره کاندید قمرالدین شینواري نن خپل پروګرامونه بیان کړل.

دوی درې واړو ژمنه وکړه چې اساسي اصلاحات به راولي او په خپلو ادارو کې متخصص کسان نیسي او د فساد مخنیوی به کوي.

د افغانستان د نوې کابینې لپاره د فواید عامې، ټرانسپورټ او هوايي چلند او سرحدونو او قبایلو چارو کاندید وزیرانو خپل پروګرامونه د خلکو استازیو ته واضح کړل.

د فواید عامې وزارت لپاره کاندیدغلام عباس بصیر د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل، د عامه هوساینې، د سرمایې د تولید او د کارونو د پيدا کولو لپاره پراخ پروګرامونه لري.

ښاغلي عباس وویل،که دی د ولسي جرګه له خوا تایید شي د نړېوالو مرستو جلب، د لویولارو جوړول او د اورګاډي د پټلیو غځولو ته جدي پام کوي:

″موږپه لومړي سرکې له ټولو اساسي سکتورونو سره په هماهنګۍ کې د یوه کال په موده کې د بنسټیزو سرچینو لپاره یوه ملي طرحه جوړوو. د دې ملي طرحې په چوکاټ کې به د ځمکني ټرانسپورټ ″سړک او ریل پټلۍ″په یوه اوږد او جامع ماسټرپلان کار وکړو.

هغه څه چې په راتلونکو پنځو کلونوکې یې په پام کې لرو د شاوخوا پنځه زره کیلومټره سړکونو رغول دي.″

ښاغلي بصیرد وکیلانو د رایې د جلب لپاره د اساسي اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې ژمنه وکړه هغه څه چې نوروکاندید وزیرانو هم له یاده نه دي ایستلي.

ترښاغلي بصیر وروسته د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند کاندید وزیر فیض الله ذکي خبرې وکړې.

ښاغلي ذکي ټینګار وکړچې د ټرانسپورټي خدمتونو د ښه کولو ترڅنګ به هڅه وکړي چې افغانستان د هوايي چلند د نړېوال سازمان له تورلیسټه وباسي:

″له ایساف او ناټو پوځیانو څخه په ټاکلي موده کې د افغانستان د هوایي حریم د سالم ترلاسه کول.

د هوایي چلند په نړېوال سازمان کې د افغانستان د استازیتوب د طریقې سمول.

د هوايي چلند د نړېوال سازمان د ټولو شرطونو پوره کول چې هدف یې د دغه سازمان له تورلیسټه د هېواد ایستل دي.″

ښاغلي ذکي ژمنه وکړه، که د ولسي جرګې له خوا د باور رایه خپله کړي ځمکنی ټرانسپورټ له هغې ډلې ښاري ټرانسپورټ او د اوسپنې پټلۍ ښې فعالې کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لپاره کاندید قمرالدین شینواري ژمنه وکړه، که کامیابه شي د ملي یووالي د تامین، د قومي شخړو د حل او له پولو هاخوا سیمو سره د ښو اړیکو لپاره نوې برنامې په پام کې لري.

له تېرې چهارشنبې راهیسې شپاړسو کاندید وزیرانو او د ملي امنیت لوی رییس خپلې طرحې ولسي جرګې ته معرفي کړي او د وکیلانو پوښتنې یې ځواب کړي.

اخوا د ولسي جرګې ځیني استازي او عام خلک د نوې کابینې مسوولیتونو ته په اشارې وايي چې تېرته په کتود کاندید وزیرانو په ژمنو هومره باور نه لري.

ولسي جرګې ژمنه کړې چې تردریو نورو ورځو د کاندید وزیرانو طرحې اوري او بیا به دغو کسانو ته رایې ورکوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG