د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

د افغان هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره په ټرانسپورټي الوتکو کې ماشندارې نصب شوي


د افغانستان ځواکونه د جنګي الوتکو له پلوه دومره نمیګړتیاوې لري چې د تیرکال په پای کې یې د خپل هوايي ځواک د پياوړتیا لپاره په Mi-17 ډوله ټرانسپورتي هليکوپټرو کې ماشیندار او راکټ لانچرونه نصب کړل.

په داسې حال کې چې افغان ځواکونو ته د نویو جنګي الوتکو سپارل څه دپاسه دوه کاله ځنډیدلي او د ناټو هوايي ملاتړ هم اوس نهایت کم شوي؛ افغان هوايي ځواک د ځمکنیو ځواکونو په ملاتړ کې ستونزې لري.

دا موضوع د هغو ۳۵۰ زرو عسکرو؛ پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو لپاره د اندیښنې وړ ده چې له وسله والو طالبانو سره جنګیږي او تلفات ګالي.

افغان ځواکونه وايي، د هوايي ملاتړ پرته به د یاغیانو ماتول ستونزمن وي؛ خصوصاً په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو د لسګونو زرو محاربو عسکرو چې د افغان ځواکونو ملاتړ یې کاوه ماموریت پای ته رسیدلی دی.

ناټو شاوخوا ۳۹۰ افغان پیلوټانو ته روزنه او مشوره ورکوي. اکثر دغه پیلوټان د جنګ تکتیکي تجربې نه لري. د افغانستان د هوايي ځواک د پياوړتیا لپاره چې اوس مهال شاوخوا ۱۴۰ الوتکې لري او اکثره یې ټرانسپورټي هليکوپټرې دي د یوه محدود شمیر الوتکو او هليکوپټرو ژمنه شوې ده.

افغان منصبدارانو د دې لپاره چې د نیمګړتیا موقته چاره یې کړي وي؛ د پنځو لویو Mi35 ډوله هجومي هلیکوپټرو د پیاوړتیا لپاره یې په Mi-17 86 ډوله ټرانسپورتي هليکوپترو کې د ماشیندار او راکټ لانچر دستګاوې لګولي دي.

د افغان هوايي ځواکونو قوماندان جنرال برات د رویټرز خبري آژانس ته ويلي:

"زموږ پیلوټان ډیرښه ټریننګ شوي دي. زموږ دوستان کله چې زموږ ترڅنګ ولاړ وو؛ زموږ پرسونل ته یې ډیرښه په لوړه سطحه ټریننګ ورکړی. د شپې د ورځې د [ان وي جې د ګاګل] ټول پروازونه کولای شو.

هرنوع وظیفه چې موږ ته وسپارل شي؛ په هرنوع شرایطو کې د شپې د ورځې زموږ ټول پرسونل هغه تخنیک چې په لاس کې یې لرو هغه استعمالولای شو هیڅ مشکل نه لرو."

د عبیدالله ابراهیم خیل په نامه یو افغان پیلوټ وايي چې نوي مهارتونه یې زده کړي او ترې کار اخلي:

"هغه نوي مهارتونه چې ما له ایتلافي ځواکونو زده کړي زما لپاره ډیر ښه دی. زه خپلو ماموریتونو ته یواځې ځم او بېرته راځم او څه چې ما زده کړي په ډیرو ماموریتونو کې مې ترې استفاده کړې."

خو د "ګل روز" په نامه یو بل افغان پیلوټ د نړیوالو ځواکونو له خوا په دوامدار تجهیز او ملاتړ تینګار کوي:

"که چیرې موږ د کومې وظیفې په ترسره کولو کې پاته راشو دلته د آیساف قطعات او په ځانګړې توګه د امریکا د متحدو ایالاتو قطعات شته؛ موږ ترې مرسته غواړو."

کابل ته نږدې د افغان هوايي ځواکونو د روزنې په اډه کې افغان پیلوټان د Mi-17 ‌ډوله عیارو شویو هليکوپټرو آزمایشي الوتنې او تطبیقات ترسره کوي.

روانه میاشت دافغان هوايي ځواک یوه Mi-17 ډوله هلیکوپټر چې وسله په کې نصب شوې وه او په بدخشان ولایت کې د دولتي ځواکونو ملاتړ ته ورغلې وه؛ د یاغیانو له خوا وویشتل شوه.

د افغانستان هوايي ځواک زیار باسي چې راتلونکې پسرلۍ د جنګ د موسم د پیل لپاره خپلې دولس Mi-17 ډوله هليکوپټرې په وسلو سمبال کړي.

ترجون میاشتې به افغان ځواکونه دولس نورې MD-530 ډوله هليکوپټرې ولري.

دغه زغروالې هليکوپټرې چې وړې او ګړندۍ دي او ماشیندار هم په کې نصب شوي شپږ یې راتلونکې میاشت افغان هوايي ځواک ته سپارل کیږي.

افغان هوايي ځواک تیرکال تقریباً ۷۰۰۰ ماموریتونه ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG