د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

"د پاکستان او افغانستان د پوځي چارواکو کتنې به ښې نتيجې ولري"


د پاکستان د دفاعي چارو يو شمېر څارونکي په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان جګپوړو پوځي او امنيتي چارواکيو د يو بل هېوادونو ته سفرونه ډېر کړي؛ وايي چې دا ډول سفرونه د دواړو هېوادونو لپاره مهم دي او ښايي د ترورېزم په مخنيوي او په سيمه ييز امنيت کې رغنده رول ولوبوي.

دوى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې د افغانستان د سرحدي پوليسو د قومندان په مشرۍ يوه جګپوړي پلاوي د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته سفر وکړ او د پاکستاني پوځ په عمومي قرارګاه کې يې د دې هېواد له يو شمېر جګپوړو پوځي مقاماتو سره وکتل.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې له خوا په يوه خپرې شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د جنرال محمد شفيق فضلي په مشرۍ افغان پوځي پلاوي په راولپېنډۍ کې د پاکستان له پوځي مقاماتو سره په کتنه کې په دوه اړخيزو اړيکيو او همدراز د پاک - افغان پولې پر امنيتي وضعيت خبرې او د پولې د امنيت د لا ټينګښت او د ټرورېزم په ضد د ګډې همکارۍ په اړه يې بحث وکړ.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نوي حکومت تر رامنځته کېدو او په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر خونړۍ حملې وروسته د پاکستان او افغانستان د پوځي او امنيتي چارواکيو ترمنځ تګ راتګ زيات شوى؛ د پاکستان د دفاعي چارو کارپوهان دا سفرونه د دواړو هېوادونو لپاره مهم ارزوي.

د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستان پخواني پوځي منصبدار "بريګيډير محمود شاه" له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو پر يو بل اعتماد په ځاى شوى؛ همدا لامل دى چې دا سفرونه ډېر شوي:

"دا د دواړو ملکونو ترمنځ نيک نيتي ده؛ پاکستان چې کوم شمالي وزيرستان کې اپرېشن شروع کړى دى؛ هغې کې کتلي دي چې پاکستان د ټولو ترهګرو خلاف کاروايي کوي او اوس په کې فرق نه کوي؛ نو بيا د دواړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ خبرې اترې هم وشوې. د پاکستاني پوځ په بارډر منجمنټ باندې ډېره تجربه ده او افغان پوځ لا نوى دى. نو هغې ته دا چل اوس ښيي چې په باډر باندې څه مساله جوړیږي، نو خبرې اترې به کوو چې څه مساله ده. نو دا سفرونه د همدې سلسلې دي."

د افغانستان د سرحدي پوليسو پلاوى په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې تېره اوونۍ یوشمېر پاکستاني امنیتي چارواکيو افغانستان ته سفر وکړ او په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې يې له خپلو افغان پوځي سيالانو سره وليدل.

بريګيډير محمود شاه وايي چې د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د ترورېستانو شتون ته په کتو بايد د دواړو هېوادونو امنيتي چارواکي دا ډول سفرونه ډېر کړي چې دا به د پولې د دواړو غاړو امنيت ته ګټه ورسوي:

"د دې مسالې يو اهم جز دا دى چې دا د بارډر ريجن [سرحدي سيمه] د افغانستان او پاکستان ترمنځه، نو زموږ له طرف نه هم په قبايلي سيمو کې د حکومت رټ دومره مضبوط نه دى او د افغانستان طرفته هم دغه علاقو کې د حکومت رټ نشته؛ نو دغه خلک [ترهګر] د هغې نه فايده اوچتوي. نو دا چې موږه څومره منظم کړو؛ نو دومره به د دې خلاف ورزي کمه شي. نو دې سره ډېره زياته فاېده کېږي او يو بل ته پر وخت اطلاع ورکول فاېده مند دي."

نوموړى په دې باور دى چې پاکستان ته په پېښور کې پر ښوونځي تر وسله وال بريد سخت ټکان رسېدلى؛ نو همدا لامل چې دوى د ترورېزم د مخنيوي او د ترورېستانو د ځپلو لپاره ملي پلان جوړ کړى او عمليات يې تېز کړي.

د ډیورنډ کرښې دواړو غاړوته له تروریزم سره د ګډې مبارزې په پیاوړتیا په داسې حال کې ټینګار کیږي چې نه یواځې دا چې افغانستان بلکې پاکستان هم له دې پلوه زیامن شوی او زیات تاوانونه ورته رسېدلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د پېښور پېښې وروسته د پاکستاني پوځ مشر جنرل راحیل شریف يو ځل او د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال رضوان اختر دوه ځله د کابل سفر کړی او همداراز د افغاستان پوځ مشر جنرال شېر محمد کریمي او په کابل کې د ایساف قومندان جنرل جان کیمپبل هم د پاکستان دوره کړې ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG