د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

خوستوالو د افغان ملي ځواکونو نه ملاتړ اعلان کړ


د خوست یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د یوې پراخې غونډې له لارې د افغان ملي ځواکونو د سرتیرو او افسرانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې افغان ځواکونه اوسمهال په یوازې ځان د خپل هېواد څخه ساتنه کوي او تر دې وروسته به په هر ځای کې قومونه او خلک د افغان ځواکونو ترشاه ولاړ وي.

یاده غونډه کې، چې نن دوشنبه د تندر قول اردو د اولې پلې لواء په تاسیساتو کې جوړه شوې وه، د قومي مشرانو او ځايي اوسیدونکو سربیره په کې د درې ګونو امنیتي قوتونو سلګونو سرتیرو او افسرانو هم برخه اخیستې وه.

خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي مشال راډیو ته د غونډې موخې داسې په ډاګه کړې:

″نن زموږ مخورقومي مشران، دیني عالمان، ځوانان او مدني فعالان دلته د خپل افغان پوځ د تشویق، هڅونې او ملاتړپه خاطر دلته راټول شوي دي، دوی سرتیرو او افسرانو ته دا ډاډ ورکوي، چې په هره برخه کې د ولس بشپړ ملاتړ د دوی سره شته، د دوی حمایت د خلکو سره شته، زه هیله من یم چې د دې غونډې پیغام به د هېواد په کچه ښه تاثیرات ولري.″

عبدالجبار نعیمي زیاته کړه، که څوک تردې وروسته افغان ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکوي، نو په دې کار سره پردي خوشالوي.

ده وویل، حکومت پخوا هم ویلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیانو پر وړاندې نه، بلکې د دې هېواد د ابادۍ او د نظام د ځان بسیاینې او ټینګښت پر وړاندې ده.

د خوست ولایتي شورا رئیس امیرالله زړه سواند وویل، چې د پوځ او ولس د اړیکو د ټېنګولو له لارې باید د افغان ځواکونو د تلفاتو کچه راکمه کړو، تر څو سولې او ثبات ته ورسیږو:

″د وکیل صایبانو او ولس په نماینده ګۍ زموږ دا پیشنهاد دی، چې دا مساعي مشترکه او هماهنګي نوره هم جاري وساتو، تقویت ورکړو او نور يې هم قوي کړو، تر څو وکولای شو د خپلو قوتونو تلفات راکم او سولې ته ورنږدې شو.″

د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي د افغان حکومت پر وسلوالو مخالفینو غږ وکړ، چې د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې څخه لاس واخلي:

″حکومت مو هم مسلمان دی او خلک مو هم مسلمان دي، د دې حکومت او خلکو په مقابل کې جنګیدل دا کفر دی، له دې وجې نه موږ د ټولو مسلمانانو نه غواړو، چې د وینې په بهولو کې د خدای نه وویریږي، او په دې مظلوم پوځ او مظلومو خلکو باندې رحم وکړي.″

د ځوانانو او مدني فعالانو په استازیتوب نصیراحمد روښان په خپله لیکلې مقالې کې وویل، چې د مستقلانه د فاع په حالت کې به د افغانستان ټول خلک د دې هېواد د پوځ ترشاه ودریږي:

″اوس چې د ګران افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي نوامیسو، تاریخي ارزښتونو، ملي حاکمیت او د خلکو د سولې او رفاه د ساتنې مسله مطرح ده، ټول ملت، ټول خلک او ټول ځوانان ستاسو ترشاه دي، په دې ځای کې ولس او ځوانان تاسو سره ژمنه کوي، چې د هر بې پته دښمن د هرې پټ او ښکاره رضالت او پلان څخه چې دوی خبریږي، په ویاړ به تاسو سره مالومات شریکوي، ځکه تاسو د ملت وجود یاست او ستاسو درد او خوږ دوی د ځان بولي.″

په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه والو، مدني فعالانو او د ټولنې د مخورو او روڼ اندو له لوري د پوځ په ملاتړ غونډې پیل شوي دي، په خوست کې د ملي پوځ قوماندان جنرال ناصر هدایت د دا ډول ولسي حرکتونو په باب وايي، چې د افغان ځواکونو څخه د خلکو او چارواکیو ملاتړ د سرتیرو په روحیې مثبت اغېز لري او دوی هڅوي، چې د خپل ژوند په بیه خپل هېواد او د خلکو امنیت وساتي.

راپور: نجیب الله الوخیل

XS
SM
MD
LG