د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

رباني او علومي د کاندید وزیرانوپه لست کې شامل شول


ولسي جرګې نن د رایو په اکثریت پریکړه وکړه، چې بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو ته کاندید وزیران صلاح الدین رباني او نورالحق علومي دې د کاندید وزیرانو په لست کې شامل شي.

د دوی د دوه ګوني تابعیت د لغوې اسناد تیره ورځ د نړېوالو اړیکو کمیسیون له خوا تایید شوي وو او نن یې په عمومي غونډه کې هم په ملاتړ شنه کارتونه پورته شول.

درویشتو وکیلانو د دې پریکړې په وړاندې مخالفت وښوده.

په عین حال کې د ولسي جرګې مشر وویل، چې نن به دوه نوي کاندیدان د ولسمشر د دویم مرستیال له خوا جرګې ته ور معرفي کیږي.

په دې کسانو کې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته کاندید عبدالباري جهاني او عدلې وزارت ته کاندید نجیب فهیم شامل دي.

پخوا دغو وزارتونو ته ای سلطان خیري او احمد سیرمهجور کاندیدان وو، خو ولسي جرګې د دوه ګوني تابعیت له امله رد کړل.

XS
SM
MD
LG