د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

عدلیې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ته نوي کسان معرفي شول


د افغاستان حکومت د دوو کاندید وزیرانو پرځای چې د ولسي جرګې له خوا د دوه ګوني تابیعت د درلوودلو له امله رد شوي وو؛ دوه نوې څيرې ولسې جرګې ته معرفي کړل.

وروسته له هغې چې عدلې وزارت ته کاندید احمد سیر مهجور او اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته کاندیده ای سلطان خیري د ولسي جرګې له خوا د دوه ګوني تابیعت د درلودلو له امله رد شول؛ افغان حکومت د دوی پرځای نور کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړل.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ولسي جرګې د سه شنبې ورځې په عمومي جلسې کې "نجیب اقا فهیم" عدلي وزارت او "عبدالباري جهاني" اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته د کاندیدو وزیرانو په توګه معرفي کړل.

ښاغلي دانش د ولسي جرګې له غړو وغوښتل؛ ترڅو د هېواد روانو ستونزو ته په کتو د قانون په چوکاټ کې دغو کاندیدو وزیرانو ته د باور رايې ورکړي:

"زموږ انتظار او توقع له تاسې څخه دا ده؛ ترڅو هغه کاندید وزیران چې پخوا معرفي شوي وو او یا نن تاسې ته درمعرفي کیږي؛ د اساسي قانون په چوکاټ کې دغو کسانو د اعتماد رایې ورکړئ؛ ترڅو د خدای (ج) په مرسته او د افغانستان د خلکو په ملاتړ د حکومت نوې کابینه هر څومره چې زر امکان لري؛ خپل کارونه پیل کړي."

دا کاندید وزیران په داسې حال کې ولسي جرګې ته معرفي کيږي چې بهرنیو چارو وزارت ته کاندید صلاح الدین رباني او کورنیو چارو وزارت ته د کاندید وزیر نورالحق علومي؛ دوه ګوني تابعیت د لغوه کېدو اسناد د ولسي جرګې له خوا تایید شوي او ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه تشریح کړل.

ولسي جرګې تیره چهارشنبه ۷ کاندید وزیران د دوه ګوني تابعیت د درلودو له امله رد کړل چې اوس دوه بېرته ومنل شول؛ د دو پرځای نوې کسان معرفي شول؛ خو د درېیو نورو برخه لیک لا معلوم نه دی.

په دې کاندید وزیرانو کې چې تراوسه یې برخه لیک معلوم نه دی؛ کار او ټولنیزو چارو وزارت ته کاندید "سادات نادري"؛ ښارجوړوونې وزارت ته کاندید "شاه زمان میوندي" او له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت ته کاندید "فیض الله کاکړ" شامل دي.

په همدې حال کې د افغان ولسمشر سلاکار داود سلطان زوی ازادي راډيو ته وویل؛ که ولسي جرګه د دغو کسانو د دوه ګونی تابعیت لغوه کیدل ونه مني؛ پر ځای به یې په مناسب وخت کې نوې څیرې معرفي شي.

"معلوم دار دا کسان چې ځينې یې رد شوي دي؛ ځيني به يې ومنل شي، نو هغه کسان چې رد شي، نو حکومت به نور کسان معرفي کوي."

د افغان حکومت له خوا د دوه ګوني تابیعت لرونکو کاندیدو وزیرانو پرځای نوې څیرې په داسې حال کې ولسي جرګې ته معرفي کیږي چې د وکیلانو د ژمنۍ رخصتۍ څخه یوه اونۍ تیریږي.

د ولسي جرګې ادارې پلاوي ویلي چې ترهغې چې د نوي کابینې سرنوشت معلوم نه شي؛ نو ژمنۍ رخصتۍ ته به نه ځي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د ولسي جرګې ادارې هیات ازادي راډيو ته وویل چې د کاندیدو وزیرانو د پروګرامونو له تشریح وروسته به سبا یا بله ورځ دغو کاندیدو وزیرانو ته د رایې ورکولو لپاره صندقونه کیږدي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG