د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د لوګرسلګونه اوسیدونکو د شارلي ابدو مجلې پرضد مظاهره وکړه


د لوګر ولایت سلګونو اوسېدونکو نن په کابل کې د فرانسوۍ مجلې شارلي ایبډو پرضد چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ″ص″ ته منسوب کاریکاتور یي خپور کړی مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو د فرانسې د حکومت او د شارلي ایبډو مجلې پر ضد شعارونه ورکول او له افغان حکومته یې غوښتنه کوله چې په کابل کې د فرانسې سفارت وتړي.

مظاهره چیانو چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده له افغان حکومت وغوښتل چې له فرانسې سره په اړیکو له سره غور وکړي او له فرانسې نه یي غوښتنه کوله چې باید له ټول اسلامي امت نه په رسمي توګه بخښنه وغواړي.

مظاهره د سې شنبې په ورځ د عیدګاه جومات مخې ته پیل او پښتونستان واټ کې د یوه اوو ماده يیزپریکړه لیک په لوستلو سره پای ته ورسېده.

پریکړه لیک چې د مظاهرې ګډونوال ذبیح الله احساس له خوا ولوستل شوه په کې راغلي چې باید افغان حکومت په کابل کې د فرانسې سفارت وتړي:

″په فوري توګه دې په کابل کې د فرانسې سفارت وتړل شي او له دې هېواد سره د اړیکو د پریکولو غوښتنه کوو، د شارلي ایبډو مجلې کارکوونکي چې حضرت محمد(ص) ته منسوب میلیونونه کاریکاتورونه یې چاپ او خپاره کړي باید ډېرژرمجازات شي.″

شارلي ایبدو فرانسوۍ طنزي مجلې وروسته له هغه چې څوتنه خبریالان یي په یوه حمله کې په پاریس کې ووژل شول یو ځل بیا محمد ″ص″ ته منسوب کاریکاتورونه خپاره کړل چې د نړۍ په کچه یې ګڼ شمېر غبرګونونه وپارول.

د مظاهرې ګډونوالو ستر پوسټرونه له ځانه سره لیږدول چې پرې د محمد (ص) نوم لیکل شوی و.

د دغې مظاهرې یوه ګډون کوونکي حاجي ظاهر ازادۍ راډيوته وویل چې د نبي کریم د کاریکاتورونو په خپرولو ټول اسلامي امت خپه شوی او که فرانسه رسمي بخښنه ونه غواړي خپلو سوله ییزو مظاهرو ته به دوام ورکړي:

″زموږ نبي ته منسوب کاریکاتورپه رسم کولو باندې ټول خپه یو او ان ټوله اسلامي نړۍ ورباندې خپه ده د ملي وحدت له حکومت نه غواړو هرڅومره چې ژر کېدای شي د فرانسې سفارت په کابل کې وتړي او د فرانسې حکومت دې له ټولې اسلامي نړۍ نه بخښنه وغواړي.″

له دې وړاندې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم په کابل کې د دې کار د غندلو لپاره د دیني عالمانو یوه ستره غونډه را بلل شوې وه.

افغان ولسمشرمحمداشرف غني هم د شارلي هیبدو له خوا د توهین امیزه کاریکاتورونو خپرول وغندله او هغه یې د بیان د ازادۍ خلاف کار وباله.

له دې وړاندې د نړۍ په یو شمېر اسلامي هېوادونو لکه پاکستان، ایران، ترکیي او ځينو نوروهېوادونوکې هم د دې کارپه غبرګون مظاهرې وشوې.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG