د راپورونو له مخې، افغان ولسمشر د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيرې "جولي بشپ" ته د خبرو پر مهال ويلي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د د وتلو ضرب الاجل ته بايد بيا کتنه وشي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له لويديځ څخه غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې تر پلان شوې موده زيات پاته شي. ټاکل شوې ده امريکايي پوځيان به په افغانستان کې د ۲۰۰۱۶ تر پايه پاته شي.
ولسمشر غني له مېرمن بيشپ سره د دوشنبې په ورځ په يوه ساعته غونډه کې ويلي چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو ضرب الاجل ځکه باید وځنډول شي، چې افغان حکومت د امنيت او اقتصادي اصلاح لپاره د سا اخيستلو مهلت ومومي.
مېرمن بيشپ هم ويلي چې د افغانستان مشران د امريکا د ولسمشر له خوا خپلو ځواکونو ته له افغانستانه د وتلو لپاره ايښې نېټې پوهيږي؛ خو دوی نور وخت غواړي. دې له افغانستان سره د اسټراليا د مرستو د ادامې ژمنه وکړه او ویې ويل:
"اسټراليا به له افغانستان سره خپلې ژمنتيا ته ادامه ورکړي. موږ له تاسو سره له ډېره وخته يو او په راتلونکي کې به هم ستاسو سره يو ځای کار کوو؛ تر څو د افغانستان د خلکو لپاره سوله، ثبات او بريا تر لاسه کړو او دا به زموږ مقصد وي."
خو د سياسي چارو کارپوه ښاغلی عبدالکريم حقانيار بيا وايي چې د ۲۰۱۶م کال په پای کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه نه يوازې د افغانستان حکومت اندېښمن دی؛ بلکه د اسټراليا په ګډون لويديځ هيوادونه هم اندېښمن دي.
بله خوا بيا د امریکا او ناټو ځواکونو پخواني "ستر جنرال جېمز ستاو ريديس" ډېلي ټليګراف ته ويلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره دا جګړه ځپلۍ هيواد د نړيوال تروريزم په مرکز بدلېدلی شي.
ښاغلی عبدالکريم حقانيار وايي، د جنرال جېمز خبرې د امریکا د کشفياتي معلوماتو پر بنسټ ولاړې دي او امريکا کولی شي؛ د سيمې اوضاع ځان ته څرګنده کړي.
دی وايي، د جنرال جېمز اندېښنو ته بايد جدي پام وشي او د افغانستان دولت څومره چې ژر وي د سولې ټينګولو لپاره خپلې هلې ځلې زياتې کړي؛ تر څو افغانستان د يوې نوي جګړې پيلولو څخه وژغورل شي.