د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

ملاعمر ژوندی دی، مړ دی او که په زندان کې دی؟


د وسله والو طالبانو د مشر ملا عمر د سرنوشت د څرنګوالي په اړه له څو کاله راهیسې بېلابېلې نظریې موجودې دي.

یوشمېرافغان کارپوهان وايي په تېرو څو کلونو کې د وسله والو طالبانو په منځ کې د هغوی د مشر نه ښکاره کېدل د دې سبب شوی چې دغه ډله سره وپاشل شي.

کارپوهان په دې باور دي چې یا خو ملاعمر مړ دی او یا دا چې هغه تر کلک نظارت او امنیتي تدابیرو لاندې ژوند کوي.

د دې کارپوهانو له ډلې جاوید کوهستاني وایي چې د ملاعمر فزیکي نه موجودیت طالبان په دوو ډلو وویشلي او په دې وروستیو کې یوشمېر طالبانو اسلامي امارت پريښی او د اسلامي دولت ډلې سره یې یوځای شوي دي:

"په دې وروستیو درېیو کلونو کې ملاعمر د طالبانو ر هبري په شورا کې نه دی لیدل شوی؛ دا موضوع د طالبانو په منځ کې د اختلاف لاامل شوې؛ په دې وروستیو کې یوشمېر طالبانو له اسلامي امارت سره پریکون کړی او له اسلامي دولت سره یوځای شوي؛ د ملاعمر لادرکه کېدل په دې ډله کې داسې شکونه راپیدا کړي چې د پېښور او کویټه شورا جلا خپل کارونه وکړي او په څو ډلو وویشل شي."

ښاغلي کوهستاني زیاته کړه، د امکاناتو او ملاتړ کموالی او پاکستان ته ځواب نه ورکول؛ د دې سبب شوی چې د اسلامي دولت ډلې جنګیالي په احتمالي ډول د اسلامي امارت ځای ناستي شي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت یوه سرچینه وایي چې د ملا محمد عمر د نه موجودیت له امله طالبان نه دي توانیدلي چې په تیرو څو کلونو کې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

د طالب جنګیالیو ناهیلي:

دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم يي واخیستل شي؛ ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو ته پرله پسې ماته ورکونې د دې ډلې اکثره جنګیالي ناهیلي کړي دي.

دې سرچینې وویل چې له شپږ کلونو را په دې خوا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د فزیکي موجودیت څرک نه لګیږي.

دا سرچینه وایي، کله چې په ۲۰۱۲ کې د طالبانو دویمه درجه مشر ملا اختر محمد منصور د کوټې شورا پوځي مسوول؛ ملا قیوم ذاکر له دندې لرې او له ملا عمر سره یې د ملا ذاکر د لیدو کتو غوښتنه رد کړه؛ طالبان په څلورو ډلو وویشل شول.

د ملي امنیت د سرچینې په حواله؛ د طالبانو ځینې مشران په همدې سبب ووژل شول او یا هم په پاکستان کې زنداني شول.

دا بیخي واضح خبره ده چې هغه د خپل تحریک او یا امارت په راس کې دی؛ په ځینو مواردو کې لکه اختر او ځینو خاصو حالاتو کې په مسلسله توګه د هغه اعلامیه خپریږي.
متوکل

خو طالبان ادعا کوي چې د دوی مشر ملا محمد عمر ژوندی دی او اوس هم په افغانستان کې د ټولو پوځي عملیاتو قومنده په غاړه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په استول شوي بریښنا لیک کې ویلي چې د ملا عمر د موجودیت په اړه دا ډول څرګندونې د دوی پر ضد تبلیغات دي او ځینې کړۍ غواړي په دې خبرو سره د طالبانو روحیه کمزورې کړي.

مجاهد ویلي، طالبان اوس هم یو موټي دي او مشر یې ملا محمد عمر له دې امله د خلکو او رسنیو له سترګو پټ ساتل شوی چې امنیتي ګواښونه ورته متوجه دي.

په همدې حال کې د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل د ملا محمد عمر پټ ساتل معقول بولي او وایي، ملا عمر د ځان د خوندیتوب لپاره د خلکو له سترګو پټ دی:

"دا بیخي واضح خبره ده چې هغه د خپل تحریک او یا امارت په راس کې دی؛ په ځینو مواردو کې لکه اختر او ځینو خاصو حالاتو کې په مسلسله توګه د هغه اعلامیه خپریږي."

ځینې بیا وايي، ملا محمد عمر په پاکستان او یا هم د هغه هیواد په سرحدي سیمو کې اوسیږي.

په همدې حال کې ځينې څیړونکي وایي؛ که ملا محمد عمر د خلکو له سترګو پټ نه وی او د یوشمیر طالب قومندانانو او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په څیر یې رسنیو ته ځان ښودلی؛ اوس یې په افغانستان کې د داعش د احتمالي فعالیتونو په وړاندې جدي مبارزه پيلولی شوای.

ملاعمر په کراچۍ کې دی:

دا څيړونکي بیا وایي، که ملا عمر فعاله او ژوندی وي؛ باید په دې وروستیو کې یې یو غږیز پیغام خپور شوی وای.

خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي په دې وروستیو کې په خپله یوه مقاله کې ویلي چې ملا عمر ژوندی دی او د پاکستان په کراچې ښار کې تر څارنې لاندې دی.

د ملا محمد عمر د فزیکي موجودیت یا نه موجودیت خبرې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کلونو کې د نوموړي تصویر او غږ په رسنیو کې نه دی خپور شوی.

XS
SM
MD
LG