د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

په پاکستان کې افغان کډوال د قانوني اسنادو په لرلو هم زورول کيږي


افغانستان ته له خیبرپښتونخوا څخه راایستل شوي ځیني افغانان شکایت کوي چې پاکستاني پولیسو پرې زیات فشار راوستی څو خپل هېواد ته ستانه شي.

دوې وايي، که په پاکستان کې افغان کډوال د اوسیدو قانوني اسناد هم ولري بیا هم د پولیسو له خوا ځورول کېږي او په مختلفو پلمو ځینې پیسې اخلي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، په دې اړه د افغانستان، پاکستان او ملګروملتود مربوطې څانګې د درې اړخیزې توافقنامې له مخې، افغانان د دوه زره پنځه لسم میلادي کال تر پاې پورې په پاکستان کې د اوسیدو حق لري.

په افغانستان کې د پاکستان سفارت وايي، هغه افغانان چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد لري، کولای شي چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني موده تیره کړي.

له هغې وروسته چې په خیبرپښتونخوا کې د ځایي پولیسو له خوا په زوره د افغان کډوالود ایستلو ویډیوګانې خپرې شوي، په خیبر پښتونخوا کې یې د افغان کډوالو او په د افغانستان د خلکو اندیښې زیاتې کړي دي.

په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو له خوا د افغان کډوالو ځورول او بندیانول د رسنیو له نظره هم پټ نه دي پاتې شوي او خبریالانو ځیني پیښې ثبت کړي.

ADALA NEWS او KHYBER NEWS په دې وروستیو کې داسې ویډیوګانې خپرې کړي چې په خیبر پښتونخواکې یو شمېرافغان کډوال د پولیسو له خوا نیول شوي او ځیني له ښځو او ماشومانو سره له کورونو ایستل کېږي. ښځې او ماشومان ژاړي او وايي موږ چېرې لاړ شو:

″لومړۍ ویډیو: د خدای لپاره مو په دې ساړه ژمي کې چېرې لاړ شو. ای خدایه ته ورحمیږي.

دوهمه ویډیو: نن مې د پیپر ورځ ده، سکول ته روان وم، کارټ هم راسره دی او را ایسار یې کړم.

ما ګډې پوولې، راته یې وویل ګډې پریږده او راځه ګاډي ته وخیژه.
ماسره کاغذونه او ټوکنونه ټول پلاس و، ټول یې وشکول.″

افغان کډوال وايي، په روان ساړه ژمي کې ډیره ګرانه ده چې افغان کډوال دې په یو څو ورځو کې وکړای شي، په پاکستان کې خپلې د غریبۍ دیرش کلنې جونګړې ویجاړې، روانې خوارۍ غریبې پریږدي اوپه بیړه هېواد ته ستانه شي.

په تازه شپو ورځو کې له خیبرپښتونخوا څخه راستانه شوي افغانان وايي، د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

یو له دغو راستنو شویو څخه حاجي تورخان دی چې په خیبر پښتونخوا کې یي له ځان او نورو افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند لیدلي دي.

ده د سې شنبې په ورځ په کابل کې د تورخم په اډه کې له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې له افغان حکومته وغوښتل چې د دې ستونزې اواری ته دې اقدام وکړي:

″نن سباپه خیبرپښتونخواکې د افغان کډوالو وضعیت ډیر خراب دی، ګام په ګام یې پولیس نیسي، ځوروي یې او کارته یې نه پریږدي، موږ د کلونو کلونو کارډونه لرل راته یې وشلول.″

په خیبرپښتونخوا ایالت کې د افغان کډوالو ژوند له هغې وروسته تریخ شو چې د روان میلادي کال د ډسمبرپه شپاړسمه، وسله والو طالبانو د پیښورښار پر یو پوځي ښوونځي حمله وکړه او شاوخوا او یو سلوڅلویښت زده کوونکي یې په کې ووژل.

سره له دې چې پاکستاني طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی خو د پاکستاني چارواکو مخه افغان کډوالو ته اوښتې او فشار یې پرې زیات کړی دی.

د کډوالود راستنولوچارو وزارت دا ستونزه مني خو وايي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلوپه هکله د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتو د سازمان د مربوطې څانګې توافقنامه وايي چې افغان کډوال د دوه زره پنځه لسم میلادي کال تر پاې پورې په پاکستان کې د اوسیدو حق لري.

د دې وزارت سرپرست فضل احمد عظیمي ازادۍ رادیوته وویل، د دې ستونزې حل ته یې دیپلوماتیکې هڅې تیزي کړي او د افغانستان د نوې کابینې له جوړیدو سره سم به دا هڅې نورې هم پراخې شي:

″په دې هکله د موسسو، د افغان دولت او همدا رنګه دیپلوماتیکې هڅې زیاتې شوي، د کابینې له جوړیدو سره به زموږ لومړی کار دا وي چې د افغانستان، پاکستان او ملګروملتو د سازمان درې اړخیزه ناسته جوړه کړو او په ځانګړې توګه د دې ستونزې په اوارۍ بحث وکړ او حل یې کړو.″

ازادۍ رادیو د سې شنبې په ورځ روانه ستونزه په افغانستان کې د پاکستان له سفارت سره شریکه کړه.

د دې سفارت د رسنیو مسوول، اختر منیر وویل، په پاکستان کې د روانو ناامنیو د کمولو لپاره پریکړه شوې چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغانانو قانوني هویت تثبیت کړي.

ښاغلي اختر منیرله افغان کډوالو سره د پولیسو ناوړه چلند رد کړ خو ویې ویل چې هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، په جدي توګه پوښتل کېږي:

″افغانانو له پنځوسو کلونو راهیسې په پاکستان کې ښه ژوند کړی، خو د پاکستان ناامني ایجابوي چې د هرغیرتبعه قانوني هویت ثابت شي، کوم افغان کډوال چې قانوني اسناد لري هیڅکله هم نه ځوریږي.″

په عین حال کې څو ورځې مخکې د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د ده امنیتي سلاکارسرتاج عزیزپه دې وروستیوکې د افغان حکومت او ولسي جرګې یو پلاوي ته ډاډ ورکړی چې، له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ایستل د پاکستان د مرکزي حکومت پریکړه نه ده او له افغان کډوالو سره به زور زیاتي نه کېږي.

کارپوهان وايي، افغانان د خیبرپښتونخوا له خلکو سره ګډه ژبه، ګډ کلتور، ګډ مذهبي او تاریخي ارزښتونه لري او د تاریخ په اوږدو کې په سختو شرایطو کې یود بل ملاتړي شوي دي خو اوس مهال د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت ته پکارده چې دغه ارزښتونه په پام کې ونیسي او له سیمې څخه د افغان کډوالو په ایستلو کې بیړه ونه کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG