د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

ایستونیا د اقتصادي آزادي له پلوه له امریکا او برتانیې څخه مخکې شو


Germany/Estonia - Frankfurt Book Fair 2014, Estonia stand, Frankfurt
Germany/Estonia - Frankfurt Book Fair 2014, Estonia stand, Frankfurt

یو نوی رپوټ وايي، د شوروي اتحاد له نړېدو راهیسې په تیرو درې ویشت کلونو کې د بالکان، قفقاز، او منځنۍ آسیا څو هیوادونه د اقتصادي آزادي له پلوه له روسیې مخکې دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان، کوسوو او عراق کې د اقتصادي آزادي په هکله کافي معلومات نه دي ترلاسه شوي د پاکستان اقتصاد په ټوله کې غیر آزاد او د ایران اقتصادي کړنلاره ځپونکې او انحصاري ګڼل شوې.

د اقتصادي آزادۍ په سږني لست کې چې د هېرېټېج فاونډیشن د مطالعاتو مرکز او وال سټریټ جورنال ورځپاڼې له خوا جوړیږي؛ روسیه د نړۍ د ۱۷۸ هېوادونو په مینځ کې ۱۴۳م مقام لري او د دغه هېواد اقتصاد په ټوله کې غیر آزاد ګڼل شوی.

د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو څخه ایستونیا په دغه لیست کې له ټولو لوړ او اتم مقام لري.

دغه هیواد د اقتصادي آزادي له پلوه له امریکا او برتانیې هم مخکې دی.

امریکا د اقتصادي آزادي په لیست کې دولسم او برتانیه دیارلسم مقام لري.

لیتوانیا چي پنځلسم مقام لري؛ له جرمني یوه رتبه مخکې دی او ګرجستان دوه ویشتم مقام لري.

د دغو هیوادونو اقتصاد په ټوله کې آزاد ګڼل شوی دی.

د لاتویا، ارمنستان، مقدونیا، رومانیا، قرغزستان، آذرباییجان اوسربیا اقتصادونه یوڅه آزاد پیژندل شوي. د بوسنیا هیرزیګوینیا، مولدووا، پاکستان، تاجکستان او روسیې اقتصادونه په ټوله کې غیرآزاد ګڼل شوي.

د بیله روس، ازبکستان، اوکراین، ایران او ترکمنستان اقتصادونه انحصاري او ځپونکي ګڼل شوي.

افغانستان، عراق او کوسوو ځکه د اقتصادي آزادي په لیست کې نه دې راغلي چې د اقتصادونو په هکله یې پوره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

په یوه هېواد کې اقتصادي آزادي، د قانون د حاکمیت، د څارنې د ظرفیتونو، په حکومتي فعالیتونو د محدودیت او د بازار د آزادۍ پر اساس ارزول کیږي.

XS
SM
MD
LG