د افغان حکومت اجراییه رییس له افغانستان سره د اسلامي همکاریو د سازمان همکارۍ او مرستې مهمې وبللې.
عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ د یاد سازمان له سکرتر جنرال ایاد امین مدني سره په کابل کې د همکاریو په زیاتوالي او ارزښت خبرې وکړې.
دغه راز د اسلامي همکاریو د سازمان سکرتر جنرال وویل، د ملي وحدت حکومت رامنځته کیدل د سازمان د ټولو غړیو او افغانستان ترمنځ همکاریو ته لار هواره کړې ده.
له ملګرو ملتونو وروسته د یوه پراخ تشکیله سازمان چارواکو له افغانستان سره همکارۍ مهمې وبللې او په دوام یې ټینګار وکړ.
د اسلامي همکاریو د سازمان سکرتر جنرال په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت منځته راتلل وستایه او ټینګار یې وکړ چې یاد سازمان له افغانستان سره د همکاریو او اړیکو د زیاتیدو لیواله دی.
ایاد امین مدني د چهارشنبې په ورځ د افغان حکومت له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې دا مسایل مطرح کړل:
″ایاد امین مدني – د اسلامي همکاریو د سازمان سکرتر جنرال
افغانستان اوس د ملي یووالي د حکومت څښتن دی.
د همدې په خاطر به موږ په دې وتوانیږو چې په ګډه له ټولو غوښتنو او تمو سره په مخ لاړ شو.
نه یواځې د افغانانو لپاره بلکې د سازمان د غړیو په حیث موږ ټول د رښتینو او ښو اړیکو او همکاریو په تمه یو.″
د اسلامي همکاریو د سازمان سکرتر جنرال ښاغلي امین همدا راز افغان ولسمشر او اجرایه رییس ته مبارکي ورکړه چې په یوه تفاهم سره یې د ملي وحدت حکومت رامنځته کړ.
دا لومړی ځل دی چې د نوي افغان حکومت له تشکیل وروسته د یاد سازمان یومهم چارواکی افغانستان ته په سفرکې د همکاریو ډاډ ورکوي.
اخوا د افغان حکومت اجرایه رییس افغانستان ته د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرتابه سفرمهم او د همکاریو په زیاتوالي کې ګټور وباله.
ښاغلي عبدالله وویل، دا یو ښه فرصت دی چې د افغانستان او د اسلامي همکاریو د سازمان ترمنځ د همکاریو او اړیکو په زیاتوالي خبرې وشي:
″د ملي یووالي حکومت له رامنځته کیدو وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت او د اسلامي همکاریو د سازمان ترمنځ د مسایلو د بحث لپاره د دوی سفر یو ښه فرصت دی.
همدا راز دا مهمه ده چې له یاد سازمان سره په ټولو مربوطه مسایلو او د همکاریو په زیاتوالي هم سره خبرې وکړو.″
ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د اسلامي همکاریو د سازمان سکرتر جنرال تردې مخکې هم له افغانستان سره د همکاریو او ښو اړیکو په برابرولوکې مرسته کړې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان په څلورو قارو کې ۵۷ دایمي غړي لري چې د اسلامي هېوادونو لپاره په سیاسي، اقتصادي او نورو برخوکې د اسانتیاوو او همکاریو د رامنځته کولو په هدف رامنځته شوی دی.
افغانستان د دغه سازمان په چوکاټ کې د اقتصادي همکاریو د سازمان فعاله غړی دی.
اقتصادي کارپوهان له افغانستانه د دغه سازمان ملاتړډېرمهم بولي.
دوی وايي، که څه هم تردې مخکې یاد سازمان له افغانستان سره ډېره مرسته نه ده کړې خو افغان حکومت ته په کارده چې د ګټورو پروګرامونو له لارې یاد سازمان همکارۍ او ملاتړ ته وهڅوي.
راپور: صفي الله ستانکزی