د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

په ولسي جرګه کې کاندید وزیرانو ته رایه اچوونه پای ته ورسېده


د افغانستان ولسي جرګې کاندید وزیرانو ته د رایو ورکولو تربهیر وروسته د رایو شمېرل پیل کړل.

تر دا مهاله ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل د مالیي وزیراکلیل حکیمي او د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز تایید کړي دي.

صلاح الدین رباني،۱۵۱ نورالحق علومي ۱۳۱، رحمت الله نبیل ۱۵۴ اکلیل حکیمي ۱۲۸ فیروزالدین فیروز ۱۷۰رایي ګټلي دي.

خو د دفاع وزارت لپاه کاندید شیرمحمد کریمي د اقتصاد وزارت لپاره سردارمحمد رحمان اوغلي د لوړو زده کړو وزارت لپاره کاندید خاطره افغان او د پوهنې وزارت لپاره کاندید ګل زلمی یونسي د دې جرګې له خوا رد شول.

د پاتې کاندید وزیرانو د رایو شمېرنې بهیر دوام لري.

محمد ګل زلمی یونسي:

۱-د پوهنې وزارت ته کاندید محمد ګل زلمی یونسي له ولسي جرګې څخه د (۹۰) موافقو رایو په ترلاسه کولو سره دې وزارت ته تایید نه شو.

خاطره افغان:

۲- لوړو زده کړو وزارت ته کاندیده خاطره افغان د (۷۱) رایو په ترلاسه کولو سره ونه شو کړای دې وزارت ته لار ومومي.

فیروزالدین فیروز:

۳-روغتیا وزارت ته کاندید فیروزالدین فیروز د له ولسي جرګې څخه ( ۱۷۰) ر ایو په ترلاسه کولو سره دې وزارت ته لار ومونده.

اکلیل حکیمي:

۴-مالیې وزارت ته کاندید اکلیل حکیمي د ۱۲۸ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره دې وزارت ته تایید شو.

سردار محمد رحمان اوغلي

۵- سردار محمد رحمان اوغلي اقتصاد وزارت ته کاندید له ولسي جرګې څخه د ۱۰۴ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره دې وزارت ته لار ونه مونده.

نورالحق علومي

۶- نورالحق علومي له ولسي جرګې څخه د ۱۳۱ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره د کورنیو چارو وزیر په توګه تایید شو.

صلاح الدین رباني

۷- بهرنیو چارو وزارت ته کاندید صلاح الدین رباني له ولسي جرګې څخه د ۱۵۱ تایید رایو په ترلاسه کولو سره دې وزارت ته لار ومونده.

شیر محمد کریمي

۸- دفاع وزارت ته کاندید شیر محمد کریمي د ۹۶ موافقو په ترلاسه کولو سره ونه شو کړای پنځوس جمع یو پوره او دفاع وزارت ته لار پیدا کړي.

عباس بصیر

۹-فواید عامې وزارت ته کاندید وزیر عباس بصیر له ولسي جرګې څخه د (۸۵) موافقو رایو په ترلاسه کولو سره ونه شو کړای پنځوس جمع یو پوره کړي او دې وزارت ته لار ومومي.

سید حسین عالمي بلخي

۱۰-د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته کاندید سید حسین عالمي بلخي له ولسي جرګې څخه ۱۳۴ باور رایو په ترلاسه کولو سره دې وزارت ته لار ومونده.

داوود شاه صبا

۱۱-د کانونو وزارت ته کاندید داوود شاه صبا له ولسي جرګې څخه د (۱۴۶) موافقو رایو په ترلاسه کولو سره دې وزارت ته لار ومونده.

برنا کریمي

۱۲-د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته کاندید برنا کریمي له ولسي جرګې څخه (۱۱۵) موافقو رایو په ترلاسه کولو سره ونه شو کړای پنځوس جمع یو پوره کړي، نو نوموړي دې وزارت ته لار ونه مونده.

نصیر احمد دراني

۱۳-د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ته کاندید نصیر احمد دراني له ولسي جرګې څخه د (۱۴۵) موافقو رایو په ترلاسه کولو سره دې وزارت ته لار ومونده.

عبدالرحمن صلاحي

۱۴-د اوبو او برېښنا وزارت ته کاندید عبدالرحمن صلاحي له ولسي جرګې څخه د (۱۰۶) موافقو رایو په ترلاسه کولو سره ونه شوه کړای دې وزارت ته لار پیدا کړي.

سردار محمد رحیمي

۱۵- د سوداګر او صنایعو وزارت ته کاندید وزیر سردار محمد رحیمي له ولسي جرګې څخه (۱۱۱) موافقو رایو په ترلاسه کولو سره ونه شو کړای دې وزارت ته لار ومومي.

فیض محمد عثماني

۱۶-د حج او اوقافو وزارت ته کاندید وزیر فیض محمد عثماني له ولسي جرګې څخه د (۱۶۰) موافقو رایو په ترلاسه کولو سره دې وزارت ته لار ومونده.

فیض الله ذکي

۱۷- د ټرانسپورټ وزارت ته کاندید فیض الله ذکي له ولسي جرګې څخه د (۸۱) موافقو رایو په ترلاسه کولو سره ونه شو کړای پنځوس جمع یو پوره او دې وزارت ته لار ومومي.

قمرالدین شینواري

۱۸-د افغانستان د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت ته کاندید قمرالدین شینواري د (۱۰۲) موافقو رایو په لاسه کولو سره دې وزارت ته لار ونه مونده.

XS
SM
MD
LG