د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

ایا داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري؟


د افغانستان د ملي وحدت حکومت تر اوسه په دې اړه چې د اسلامي دولت په نوم وسله واله ډله په دې هیواد کې فعاله ده که نه؛ رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.

د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې پرون (دوشنبه) په افغانستان او پاکستان کې د خپلو فعالیتونو د پیل اعلان وکړ. د دې ډلې ویاند په یوه صوتي پيغام کې وویل چې په افغانستان او پاکستان کې د دوی فعالیت به د حافظ سعید خان په نوم یو سړی کوي.

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت مخکې لا تایید کړې وه چې د اسلامي دولت په نوم وسله وال په یو شمیر ولایتونو کې فعال دي او یو شمېر ناراضي طالبان ورسره یوځای شوي دي.

د کورنیوچارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې ځیني کورنیو وسله والو ډلو خپل نومونه اړولي او د (داعش) په نوم یې فعالیت پيل کړی دی:

"هغه معلومات چې موږ ته خپلو کشفي او استخباراتي ادارو را استولي دا وايي چې یو شمېر طالبان او د حقاني د تروریستي ډلې یو شمېر کسانو خپل نومونه اړولي او له داعش سره یې بیعت اعلان کړی دی."

د ملي دفاع وزارت د ځمکنیو ځواکومشر جنرال مراد علي مراد په ځیني سیمو کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې له حضوره اندیښنه څرګنده کړه او څو ورځې مخکې يې خبریالانو ته وویل، د وسله والو موجودیت د ټولې سیمې امنیت ته تهدید دی:

"د داعش حضور په افغانستان کې دقیقاً د منځنۍ اسیا او حتی روسیې امنیت ته د اندیښنې وړ خبره ده. نه یوازې روسیه، بلکه ټوله نړۍ باید له دې مسالې اندیښنه ولري."

صدیق صدیقي او مراد علي مراد په هلمند کې د وضعیت خرابوالي او د وسله والو طالبانو او د اسلامي دولت په نوم د وسله والو ترمنځ د نښتو یادوونه هم وکړه.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې دا رپوټونه حقیقت نه لري.

"ټول نهایي جزیات چې موږ ترلاسه کړي؛ داسې شواهد نه څرګندوي چې په شمالي هلمند یا بله سیمه کې د داعش په نوم فعالیت شته؛ داسې کوم ثبوت نشته چې دلته به په دې نوم کومه ډله د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګیږي."

څو ورځې مخکې د مدني ټولنې یو شمیر فعالانو چې په غزني کې یې له بې امنیتۍ شکایت کاوو؛ په کابل کې لاریون وکړ او پر افغان حکومت یې غږ وکړ چې که امنیت ته جدي فکر ونه کړي؛ له لوي مصیب سره به مخامخ شي.

په افغانستان کې د بحرانونو د نړیوالې ډلې څيړونکی "ګریم سمیت" هم په دې اړه شک څرګند کړ چې د اسلامي دولت په نوم وسله وال به په افغانستان کې فعاله وي.

خو سمت دا ممکنه وبلله چې یو شمیر کوچني قوماندانان او ناراضي طالبان ښايي د شهرت او قدرت ګټلو لپاره داسې ادعا وکړي؛ څو خلک را غونډ کړي:

"دا ډيره واضح نه ده، ځکه چې دا ډله تر اوسه نوې ده او دا لا څوک نه شي ویلاي چې یو وسله وال باید ولې له طالبانو څخه جلا شي او له داعش سره یوځاي شي؟

زه یو څه مشکوک یم چې داعش به په افغانستان کې یو ډير جدي تحریک شي؛ ځکه طالبان د جګړې د ګټلو هیله لري. طالبان غواړي چې د افغانستان زیاتې برخې ونیسي.

د افغانستان په زیاتو سیمو کې شعیه ګان او هزاره ګان اوسي او طالبان غواړي چې دا سیمې هم ونیسي. دوی پوهیږي چې دلته یو خالص سني حرکت نه شي مخکې کیدلای چې ټول شیعه ګان له مخې لرې کړي؛ ځکه حتی د کندهار ښار په زړه کې د شیعه ګانو سیمې شته او تر اوسه حتی په دې سیمو کې د سنیانو شیعه ګانو ترمنځ کومه لانجه نشته او که چیرې تاسې وګوري د کویټې له حالت سره ډير فرق لري.

نو زه فکر کوم چې په افغانستان کې د طالبانو فعالیت هغومره پر مذهبي فرق نه ده ولاړه لکه څومره چې د داعش ډله غواړي. زه فکر کوم چې دا به په افغانستان کې د طالبانو او داعش ترمنځ د اختلاف یو ستره مساله هم وي.

د افغانستان په ځيني برخو کې د دې ډلې او طالابنو ترمنځ د نښتو خبرونو هم وخت ناوخته خپریږي چې زما د ادعا ملاتړ کوي."

ګریم سمیت زیاته کړه چې د افغانستان له یو شمیر سیمو څخه د اسلامي دولت په نوم د وسله والو د فعالیت معلومات دوی ته هم ورسیدلي؛ خو ډير اطمینان نه لري

"زه فکر کوم چې د داعش راپور ته کېدل د طالبانو لپاره یو ستر مشکل دی."

په افغانستان کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې د فعالیت او له وسله والو طالبانو سره د هغوی د اړیکو څرنګوالی په افغانستان د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو له وزیر وکیل احمد متوکل سره مطرح کړ.

وکیل احمد متوکل د اسلامي دولت په نوم د وسله والو فعالیتونه تر ډيره په تبلیغاتي کمپاینونو پورې تړلې وګڼل او په دې اړه یې شک څرګند کړ چې دا ډله په افغانستان کې فعال وي.

ښاغلي متوکل وویل چې د طالبانو په موجودیت کې؛ په افغانستان کې داعش ته اړتیا نشته.؛

"ضد امریکايي احساس، له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ احساس؛ له خپلو حاکمانو د نارضایتي احساس په مختلفو اسلامي هیوادونو کې شته. اسلامي دولت په هغو ځایونو کې چې فعالیت لري؛ له ستونزو سره مخامخ دی او هغه نیازمندي چې په افغانستان کې باید د داسې فعالیت لپاره موجوده وي؛ ځای یې ډک شوی دی.

په افغانستان کې دې ته تقاضا نشته؛ ځکه دلته عرضه وجود لري، یو ملي تحریک شته چې د مبارزې سنګر یې تود ساتلی دی.

وکیل احمد متوکل ټينګار وکړ چې تر بل هر دلیل دا ډير مهم دی چې په افغانستان کې داعش ته ځای نه شته.

په افغانستان کې د بحرانونو د نړیوالې ډلې څارونکی ګریم سمیت وايي؛ په دې ارتباط یوه مساله د ډير پام وړ ده او هغه له طالبانو سره د علاقمندۍ د کمیدو امکان دی.

سمیت وايي، د اسلامي دولت په نوم ډله او طالبان دواړه هڅه کوي چې خلکو ته وښيي چې د اسلام ښه استازیتوب کوي. داعش تر ډيره یو عربي تحریک دی.

د ګریم سمیت په وینا، داعش او طالبان دواړه د خپل فعالیتونو د دوام لپاره له بهرنیو دولتونو ملاتړ او مرستې اخلي:

"ښايي اوس طالبان ډير په اندیښنه کې وي؛ ځکه چې د ټولو پام د داعش خوا ته دی او ښايي زیاتې مرستې، ملاتړ او پیسې د داعش خواته ورشي."

XS
SM
MD
LG