د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

د افغان میرمنو مشارکت: په سیاسي برخو کې د ښځو مشارکت ته پاملرنه وشي


د افغان ښځو د سیاسي مشارکت کمیټه وايي چې افغان حکومت باید د ښځو سیاسي مشارکت ته پام زیات کړي.

د دې کمیټې غړې وايي چې د ملي وحدت حکومت تر اوسه نه دی توانیدلی چې د ښځو د سیاسي مشارکت په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

خو د ولسمشرغنی ویاند ازادۍ راډيوته وویل چې افغان حکومت په سیاسي برخه کې د ښځو مشارکت ته په ټینګه ژمن دی.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت کمیټه ټینګار کوي که چېرې د ښځو د پراخ سیاسي ګډون په اړه د دوی غوښتنې ونه منل شي نو مدني حرکتونوته به مخه کړي.

د دې ټولنې غړې د چهارشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې افغان حکومت باید د ښځو د سیاسي مشارکت په اړه کړې ژمنې عملي کړي.

دوي همدا رنګه پر افغان حکومت انتقاد کوي چې د پنځو ویشتو وزارتونو له جملې نه یې یوازې درې کاندید وزیرانې ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي دي.

د ښځو د سیاسي مشارکت کمیټې د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره له افغان حکومته وغوښتل ترڅو په سیاست کې ښځو ته زیاته برخه ورکړي.د دې کمیټې یوې غړې حمیرا ثاقب په دې اړه وویل:

″د افغان ښځو د سیاسي مشارکت کمیټې غړې یو ځلي بیا د ملي وحدت له حکومته غواړي چې د ښځو رایو ته درناوی وکړي او همدارنګه غواړو چې د ملي وحدت حکومت کومې ژمنې چې د ښځو د سیاسي مشارکت په اړه ور کړې وې په عملي ډول پلی کړي.″

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې افغان حکومت په نوې کابینه کې درې وزارتونه ښځو ته ورکړي خو دوه کاندیدانې د دویم تابعیت او په تحصیلي اسنادو کې د ستونزو له امله د ولسې جرګې له خوا ونه منل شوې.

په همدې حال کې ولسمشر غني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاندیدې ای سلطان خیري پر ځای چې د ولسي جرګې له خوا ونه منل شوه عبدالباري جهاني دې وزارت ته کاندید کړ.

خو د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزي ازادۍ راډيوته وویل چې د ملي وحدت حکومت دې ته ژمن دی چې په سیاسي برخه کې د ښځو ونډه زیاته شي.

نوموړي وویل، چې افغان حکومت په پام کې لري چې په سفارتونو، ولایتونو او نورو بېلابېلو برخو کې ښځو ته ونډه ورکړي:

″د افغانستان د ملي وحدت حکومت دې ته ژمن دی چې حکومت کې د ښځو ونډه باید په کافي ډول وې، افغان حکومت درې ښځينه کاندید وزیرانې ولسې جرګې ته معرفي کړي او په نظر کې لري چې معینیتونو لپاره د دې په خوا کې ولایتونو کې هم د ښځو د ونډې لپاره ډيره برخه په پام کې ونیسو.″

کارپوهان وایي، د افغانستان ښځوپه څه باندې دیارلسوکلونوکې په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او داسې نورو برخو کې خپل ظرفیتونه لوړکړي او حکومت باید له دې ځواکه د حکومتدارۍ په مختلفو برخو کې کار واخلي.

په عین حال کې حکومتي چارواکو هم څرګنده کړې چې ښځو ته په ملي شورا کې هم د پام وړ ونډه ورکړې شوې او په حکومتي ادارو کې به هم د هغوی حضور د پام وړ وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG