د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

"ډیر ژر به نوي وزیران ولسي جرګې ته معرفي شي"


د افغانستان ولسمشر وایي چې ډيرژربه د هغو وزارتونو لپاره چې لا وزیران نه لري، نوي کسان ولسي جرګې ته معرفي کړي.

له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې ولسمشرهمدا راز له ولسي جرګې مننه کړې چې اته نوماند وزیران او د ملي امنیت لوی ریاست ته کاندید یې تایید کړ.

اشرف غني څه باندې دوې اونۍ مخکې ۲۵ وزیران معرفي کړل چې په دوی کې یو شمېرد دوه ګوني تابیعت لپاره ولسي جرګې مخکې تردې رد کړل چې د اعتماد راییه ورکړي.

د دغو وزیرانو انتخاب څه باندې درې میاشتې وخت ونیو چې له اجرایي رییس عبداله عبداله سره پرې موافقې ته ورسید.

اوس چې ولسمشر ژمنه کړې ده چې د رد شویو کاندید وزیران پرځای به ډير ژر نورکسان اعلان کړي، د ولسي جرګې رخصتۍ پیل شوې او ولسي جرګه د پنځو اونیو په مخه سرله پنجشنبې رخصت ده.

خو د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وایي، چې یوه استثنایي لاره شته چې ولسي جرګه په رخصتیو کې هم غونډه وکړي او پاتې کاندید وزیرانو ته رایي ورکړي:

″ولسمشر کولای شي چې یو تقنیني فرمان ورکړي چې د یوې خاصې موضوع لپاره د ولسې جرګي غونډه دایره شي چې دا تقریبا یو استثنایي حالت دی.

د افغانستان اساسي قانون صرف ملي شورا ته په هغه صورت کې د رخصتۍ نه تګ اجازه ورکړې ده چې یا د بودیجې مساله وي او یا هم داسې څه وي چې د افغانستان استقلال او ارضي تمامیت تر پوښتنې لاندې وړي.″

یو شمېرخورا مهم وزارتونه لکه عدلیه، اقتصاد او دفاع بې وزیره پاتې دي. د افغانستان بانک نوماند رییس هم ولسي جرګې رد کړی دی.

رویټرز اژانس لیکي چې د ښځو د حقونو فعالان د ولسي جرګې پریکړې ناراضه کړې دي، ځکه چې په ۲۵ کسیزه کابینه کې درې ښځې وې چې د دوو د اعتماد اخیستو واک وار له مخه اخیستل شوی وو او دریمه یوه خاطره افغان وه چې د لوړو زده کړو د وزارت لپاره نومانده وه او هغې ته یې هم د باور رایي ورنه کړې.

د ملي وحدت حکومت د سې شنبې په ورځ اطلاعاتواو فرهنګ وزارت ته عبدالباري جهاني او عدلیې وزارت ته نجیب اقا فهیم د کاندید وزیرانو په توګه معرفي کړل.

خو دې لپاره چې د نویو کاندید وزیرانو اسناد تراوسه د ولسي جرګې له خوا نه دي څیړل شوي او هم یې خپل کاري پروګرامونه یادې جرګې ته نه دي تشریح کړي؛ نومول شوي کاندید وزیران د رایې اچونې په بهیر کې شامل نه وو.

XS
SM
MD
LG