د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

تجاران: کاشغر-ګوادر لار دې د بلوچستان او پښتونخوا له لارې وغزول شي


چېن او پاکستان په ٢٠١٣م کال کې يو تړون لاسليک کړى وو، چې له مخې به يي د چېن له کاشغره د بلوچستان ترګوادره پورې اقتصادي لاره جوړېږي، ټاکل شوې وه چې دغه لاره به د بلوچستان د شمالي سيمو او خيبرپښتونخوا له لارې چېن ته غزېږي، خو د پاکستان مرکزي حکومت اوس پرېکړې، چې د امنيتي ستونځو له امله به دا لاره د سيند او پنجاب له لارې چېن ته غزول کېږي، د کوټې تجارانو د دې په خلاف پرون يوه احتجاجي مظاهره کړې او ټينګار يې کړى چې دغه لاره بايد حتماً د بلوچستان او پښتونخوا ايالتونو له لارې و غزول شي.

د کوټې ښارلسګونو تجارانو د چارشنبې په مازيګرد کوټې د پريس کلب مخته يوه اجتجاجي مظاهره وکړه، چې په کې يې د پاکستان د مرکزي حکومت هغه پرېکړه وغندله، چې وايي د چېن له کاشغره د بلوچستان ترګوادر بندره جوړېدونکې اقتصادي لاره به د بلوچستان او پښتونخوا ايالت پرځاى د سيند او پنجاب له لارې غزول کېږي.

مظاهره کوونکيو په شعارونو کې د دې اقتصادي لارې د لوري بدلون د پاکستان پر کوچنيو ايالتونو د پنجاب زورواکي او باداري وبلله.

د پاکستان صدراعظم نوازشريف په ٢٠١٣م کال کې د صدراعظم په توګه ترټاکل کېدو وروسته چېن ته په لومړي سفرکې د چېن له چارواکيو سره د کاشغر او ګوادر ترمنځ د اقتصادي لارې د جوړېدو تړون لاسليک کړ، چې شاوخوا دوه زره کيلوميټره د رېل پټلۍ به غزېږي او اټکل شوې چې څو ميليارده ډالره خرڅ به پر ولګېږي.

د کوټې د تجارانو د اتحاديې يوه مشرالله داد ترين ازادۍ راډيوته وويل، چې پنجاب بايد د بلوچستان او پښتونخوا ايالت د خلکو پر حقوقو نور تېرى ونه کړي، وايي که د ګوادر-کاشغر لارې کار په سيند او پنجاب کې پيل شي، نو دوى به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي:

"د چېن په مرسته چې کوم سړک جوړېږي، دا به اتلس سوه کيلوميټره وو، چې له ګوادره به تر کوټې بيا د ږوب او ډېره اسماعيل خان له لارې تر پېښوره جوړېده، خو اوسني مرکزي حکومت د خپل تعصب په اساس د پنجاب د خوشالۍ د زياتولو او زموږ د لا پسمانده ساتلو لپاره دا سړک ١٠٠٠ کيلوميټره اوږد کړ، له موږه يې واړاوه او په سيند- پنجاب کې يې تېروي. په حکومت او اپوزيشن کې چې کوم ګوندونه دي، له هغو غوښتنه کوو، چې مرکزي حکومت د دې متعصبانه پرېکړې بيرته اخيستو ته اړ کړي، که نه وي موږ د خپل حق تر اخيستو پورې احتجاج کوو."

د پاکستان مرکزي حکومت ويلي، چې د بلوچستان او پښتونخوا ايالتونو خرابو امنيتي حالاتو ته په پام سره ممکنه نه ده، چې دا اوږده پروژه د دغو ايالتونو له لارې په ټاکلې موده کې په برياليتوب سره بشپړه شي.

د تجارانو مشرمحمدرحيم کاکړ وايي، د امنيت خرابوالى د مرکزي حکومت پلمه ده، خو وايي که امنيت خراب هم وي علت يې د خلکو بېروزګاري ده او دا اقتصادي لاره کولاى شي، دغه ناامنه او جګړو ځپلي ايالتونه په اقتصادي لحاظ شتمن کړي:

"امنيت خو په ټول پاکستان کې خراب دى، نو دا خو زموږ پرحق ډاکه اچول دي، موږ د بلوچستان او د پښتونخوا تجاران دې لارې ته ډېر خوشاله وو، ځکه په دې سره زموږ صوبې ډېر پرمختګ کاوه او زموږ ډېر ښه کاروبار پرې کېده، بايد له نوازشريف سره پر دې خبره وشي، چې هغه بيرته دې ته اماده کړي، چې خپل پرېکړه بيرته واخلي او دا سړک زموږ د ايالت له لارې جوړ شي."

د يادونې وړ ده، چې د پښتنو ځينو ملتپالو او مذهبي ګوندونو هم وار له مخه له د پاکستان د مرکزي حکومت دا پرېکړه غندلې او دا يې له پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو سره نانصافي بللې ده.

د کوټې تجارانو له پښتونخوا ملي عوامي ګونده هم وغوښتل چې په بلوچستان اسمبلۍ او مرکزي پارلمان کې د مرکزي حکومت د دې پرېکړې په خلاف ږغ پورته کړي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG