د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

په افغانستان کې د داعش د موجودیت په اړه د ملي شورا د ځینو غړو اندیښنې


د ملي شورا ځیني غړي په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې موجودیت اندیښمن کړي دي.

دوي له افغان امنیتي ارګانونو نه غواړي مخکې له دې چې، دا ډله پیاوړي شي، باید مخنیوي ته یې تدابیر ونیول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې داعش یا د اسلامي دولت ډلې تایید کړې چې د پاکستاني طالبانو یو پخوانی قوماندان حافظ سعید په افغانستان او پاکستان کې د دې ډلې د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

په افغانستان کې د داعش یا د اسلامي دولت د ډلې موجودیت او مخ په زیاتیدونکې فعالیت، د دې هېواد د عامو خلکو، د ملي شورا د غړو او سیاستوالو اندیښنې زیاتې کړي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي، مخکې له دې چې د داعش ډله په هېواد کې پیاوړي شي، امنیتي ارګانونو ته پکارده چې مخنیوي ته یې تدابیر ونیسي.

د مشرانو جرګې د منشي مرستیالې نجیبې حسیني په دې اړه د چهارشنبې په ورځ ازادۍ رادیوته وویل:

″که دا په همدې حال پاتې او په لومړي سرکې خنثی نه شي، د افغانستان راتلونکي ته به خطرناکه وي.

که قوي شي، دولت ته ګرانیږي چې پر ضد یي مبارزه وکړي، له امنیتي ارګانونو غواړو چې د دې ډلې مخه دې ونیسي.″

د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې داعش تایید کړې چې د پاکستاني طالبانو یو پخوانی قوماندان حافظ سعید یي د افغانستان او پاکستان لپاره د دې ډلې د قوماندان په توګه ټاکلی دی.

شاوخوا لس ورځې مخکې حافظ سعید داعش پورې مربوط د تویټرپه ذریعه په یوې ویډیو کې په داسې حال کې لیدل شوی چې، دوه تنه وسله وال طالبان هم ورسره وو.

فارن پالیسې خپرونې څه موده وړاندې په ګوانتانامو زندان کې د یوه بندې طالب قوماندان″ملاعبدالروف خادم″ په هکله راپور خپور کړی و چې د هلمند په ولایت کې له داعش سره یوځای شوی دی.

په دې وروستیو کې ځیني داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د ځینو ولایتونو لکه فراه، نیمروز، زابل، غزني، لوګر، میدان ورد کو، کندز او سرپل په لیرې پرتو سیمو کې داعش خپل تور بیرغونه پورته کړي او فعالیت یې پیل کړی دی.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي، د داعش یا اسلامي دولت او دې ته ورته د هرې تروریستي ډلې مخه به ونیسي.

د دې وزارت سرپرست محمد ایوب سالنګي وايي، افغان امنیتي ځواکونه اماده دي چې د افغانستان له ملي حاکمیته دفاع وکړي:

″په دې هکله موږډاډمن یو. انشاءاله امنیتي ځواکونه له هېواده د دفاع په خاطر، د داعش، طالبانو، القاعده او داسې نورو ډلو ځپلو ته ځانګړي پروګرامونه لري.

زموږ امنیتي ځواکونه هیڅکله په هېواد کې د هغوي حاکمیت نه شي منلی.″

له دې وړاندې امنیتي ارګانونو تایید کړې وه چې په ځینو سیمو کې یو شمېر طالبان له داعش سره یوځای شوي دي خو طالبانو دا خبر رد کړی دی.

کارپوهان وايي، امنیتي ارګانونه باید د دې خطرمخنیوي ته عاجل تدابیر ونیسي او پر ضد یې عملیات پیل کړي.

دوې وایي، که امنیتي ارګانونه په دې برخه کې کمروزی اقدام وکړي داعش به په هېواد کې په یو لوې ځواک واوړي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG