د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

بابري: له ۹۰زرو زیات محصلین به عالي او نیمه عالي موسسو ته جذب شي


د افغانستان د لوړوزده کړو وزارت وایي، سږ کال به د هېواد په عالي او نیمه عالي موسسو ته له نوي زرو څخه زیات محصلین جذب کړي.

د دې وزارت سرپرست محمد عثمان بابري د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له زرګونوځوانانو څخه د کانکور د ازموینېپرمهال وویل، دوې هڅه وکړه چې د محصلینو د جذب اندازه له تیرکال څخه کمه نه شي او امتحان هم په شفافه توګه ترسره شي.

د کانکور په ازموینه کې ګډونوالو ویل، که حکومت پوهنتونونوته د محصلانو د جذب اندازه زیاته نه کړي، ګڼ شمېرځوانان به د تیرو کلونو په څیر بې نتیجې پاتې شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د را روان تعلیمي کال لپاره به د دولتي لوړو زده کړو عالي موسسو ته پنځه پنځوس زره او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته اوه دیرش زره محصلین جذب شي.

د دې وزارت سرپرست محمد عثمان بابري د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له زرګونو ځوانانو نه د کانکور ازموینې د اخیستلو پر مهال خبریالانوته وویل، د دې لپاره چې پوهنتونونوته د محصلانو د جذب اندازه د تیر کال له اندازې څخه کمه نه شي، هڅه شوې چې د تیر کال په څیرپه مجموع کې دوه نوي زره محصلان د لوړو زده کړو عالي او نیمه عالي موسسو ته جذب شي:

″د دولتي لوړو زده کړو عالي موسسو ته زموږ د جذب اندزه له تیر کال سره برابره ده، ښایي په دې برخه کې فشارونه راوستل شي، خو موږ هڅه کړې چې د جذب اندازه کمه نه کړو.″

ښاغلي بابري وویل، هڅې یې تیزې کړي چې په راتلونکي کال کې پوهنتونونو او د لوړو زده کړو عالي موسسوته د محصلانو د جذب اندازه زیاته کړي څو له دولسمو ټولګیو څخه د فارغانو د بې سرنوشتۍ ستونزه کمه شي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې سږکال په ټول هېواد کې شاوخوا دوه لکه او اویازره ځوانان د کانکور په ازموینه کې برخه اخلي چې شاخوا درې دیرش فیصده به یي نجونې دي.

د دې وزارت سرپرست دا هم وویل، د لوړو زده کړو عالي او نیمه عالي موسسو ته د کانکور روانه ازموینه په نورو ولایتونو کې د عقرب په میاشت کې اخیستل شوې ده.

په عین وخت کې د دې ازموینې ځینو ګډونوالو له ازادۍ رادیو سره په خبروکې له حکومته وغوښتل چې په پوهنتونونوکې دې د جذب اندازه لوړه کړي.

دوې ویل، که په دې ازموینه کې بریالي نه شي، په خصوصي پوهنتونونوکې د لوړو فیسونو د ورکولو توان نه لري.

دوې تاکېد کاوه چې دا وزارت دې د ازموینې ارزیابي په شفافه ترسره کړي څو د وړو کسانو حق تر پښو لاندې نه شي، سمیع اله یو له دې ځوانانو څخه دی، وایي:

″موږ زحمت ایستلی راغلي یو چې درس ووایو او وطن ته خدمت وکړو، هیله ده د کانکورله بهیر سره عادلانه چلند وشي.″

په عین حال کې بل ځوان محمد وزیر چې په کابل کې یې په کانکور ازموینه کې برخه اخیستې هم ورته نظر لري:

″په تیرو امتحانانو کې په دې پروسې ډیرانتقادونه وشول، هیله کوو دا ځل دا ازموینه له هر ډول درغلۍ پرته ترسره شي.″

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست محمد عثمان بابري دا هم وویل، له خصوصي پوهنتونونو سره يې خبرې کړي څو د امکان ترحده د فیسونو اندازه کمه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیر کال د کانکور پرنتایجو په سلګونو محصلانو اعتراضونه وکړل او په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې یې مظاهرې هم وکړې.

کارپوهان وايي، د لوړو زده کړو وزارت باید د محصلانو د جذب د اندازې د لوړولو ترڅنګ د درس کېفیت ته هم پوره پاملرنه وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG