د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

رد شوي کاندید وزیران وايي، په ولسي جرګه کې د فساد ښکار شول


د افغانستان د ولسي جرګې له خوا رد شوي یو شمېرکاندید وزیران تور پورې کوي چې دوی په ولسي جرګه کې د یوه پلان شوي حرکت او فساد ښکارشوي دي.

دوی وایي چې ولسي جرګې یو شمېر هغه کاندید وزیران هم رد کړل چې ښې وړتیاوې یي درلودې.

خو د دې جرګې اداري پلاوی دغه تورونه په کلکه ردوي او وايي له قانون سره سم وکېلان حق لري کاندید وزیرته د باور یا عدم اعتماد رایه ورکړي.

د سیاسي چارو یو شمېرکارپوهان که څه هم په ولسي جرګې کې فساد او سمتي مسایل نه ردوي خو وايي چې کاندید وزیرانو ته د باور یا عدم اعتماد رایه ورکول د ولسي جرګی صلاحیت دی.

د ولسي جرګې له خوا یو شمېررد شوي کاندید وزیران وايي، په دی جرګې کې د فساد د موجودیت او د یوه پلان شوي حرکت له امله یي رایې ترلاسه نه کړې.

دوی چې نه یي غوښتل نوم او غږ یي خپور شي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل، وکېلانود کاندید وزیرانو کاري پروګرامونو ته نه بلکې د تعصب او ځینو نورو مسایلو پر اساس رایې ورکړې.

خو دی رد شویو کاندید وزیرانو دا ونه ویل چې د دوی پرضد په ولسي جرګې کې منفي حرکت چاه او کومې ډلې پلان کړی وو.

بل خوا سردارمحمد رحیمي چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته کاندید و او له ولسي جرګې نه یي د باور رایې ترلاسه نه کړې دغه خبره نه مني.

ښاغلي رحیمي وايي، په ولسي جرګه کې د رایې ورکونې روحیه مثبته وه او دا چې کوم کاندید رد یا تاییدیږي دا د ډموکراسی اصل دی:

″بلاخره دا طبیعي خبره ده هغه قومونه چې کم وکېلان لري، لږ واک لري دا دې ډیموکراسي ستونزې ده، ولې موږ دا دښمني نه بولو که چېرې د ملي وحدت حکومت په موږ اعتبار وکړي او بل پست ته مو معرفي کړي موږ به زیاتې هڅې وکړو په ټوله کې زه ویلی شم چې د ولسي جرګې روحیه مثبته وه.″

ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ د ملي امنیت رییس او اتو تنو کاندید وزیرانوته د اعتماد او لس تنو کاندید وزیرانو ته د عدم اعتماد رایه ورکړه.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې اداري پلاوی هم د یو شمېر رد شویو کاندید وزیرانو تورونه ناسم او بې ځایه بولي.

د دې جرګې لومړی منشي سید اکرام ازادۍ راډیوته وویل، یو شمېرهغو کاندید وزیرانو چې د اعتماد رایې نه دي ترلاسه کړي علت یې دا و چې د تخصص مطابق اړوندو وزارتونو ته نه وو معرفي شوي:

″هغه وزیرانو ته چې د باور رایې یې ترلاسه کړې وړتیا او لیاقت یې درلود، نورو کاندید وزیرانو هم لیاقت، تخصص او توانایی درلوده، خو علت همدا و چې د خپل تخصص مطابق اړوندو وزارتونو ته نه و معرفي شوي، هغه خبرې په کلکه ردوم چې ویل کېږي د قوم او نورو مسایلو په اساس وکېلانو کاندید وزیرانو ته رایې ورکړې.″

په ورته وخت کې یو شمېرافغان کارپوهان که څه هم په ولسي جرګه کې د سمت او فساد خبرې نه ردوي، خو وايي چې وکېلانو د رایې ورکونې په بهیرکې ترډېره وړتیا او تخصص ته پام کړی.

د سیاسي چارو څیړونکې ناظم ګل ځدراڼ وایي، هغو کاندید وزیرانو چې د باور رایې ترلاسه کړې په دولت کې د کارکولو مستحق و:

″په دې کې شک نشته چې په دې پروسه کې ستونزې نه وې ځینو کسانو سمتي، ګروپي او ډله يیزې غوښتنې لرلې په اوسنیو شرایطو کې موږ د سل فیصده یوې شفافي پروسې تمه نه شو درلودای په مجموعې کې زه دا پروسه مثبته ارزیابي کوم امید واره یم چې ډېرژریوه وړ کابینې ولرو.″

د ولسي جرګې اداري پلاوی له حکومته غواړي چې د رد شویو کاندید وزیرانو پرځای نوي کاندیدان ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.

بل خوا د ولسمشرمحمد اشرف غني ویاند نظیف الله سالارزي ازادۍ راډیو ته وویل چې حکومت به ډیرژر نور کاندید وزیران دې جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG