د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

فعالانې: ښځوته دې په کابینه کې خاصه پاملرنه وشي


یو شمېرښځینه فعالانې او د حقوقي چارو څیړونکي غوښتنه کوي چې د ښځو د ودې او پیاوړتیا لپاره باید ښځوته په کابینه کې خاصه پاملرنه وشي.

دوی وایي، که د کاندیدو وزیرانو په بیا معرفي کولو کې ښځې له پامه وغورځول شي دوی ته به کابینه او حکومت د منلو وړنه وي.

جمهوري ریاست بیا وایي چې جمهوررییس په حکومت کې د ښځو په رول او حضور ټینګارکوي او په ټولو برخوکې به هغوی ته ځای ورکړل شي.

د ولسي جرګې له خوا د درېیو ښځینه وزیرانو ردول د یو شمېر حقوقي څیړونکو او د ښځو د فعالانو غبرګون او غوسه راپارولې ده.

د ښځود حقوقو دا مدافعانې وایي، کله چې حکومت ولسي جرګې ته بیاکاندید وزیران معرفي کوي باید د ښځو ونډه جدي ونیسي له دې پرته به د ښځوله غبرګون سره مخامخ شي.

محبوبه سراج یوه له فعالو ښځو څخه ده چې په حکومت کې د ښځو پرسیاسي مشارکت ټینګار کوي.دی د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل:

″موږ دلته خپل حق غواړو، چې کابیني ته نورې ښځې ورمعرفي شي او موږکه هرڅنګه وي دا حق غواړو د یوه متوازن حکومت لپاره لازمي ده چې ښځې باید په کابینه، معینیتونو، ریاستونو او سفارتونو کې موجودې وي.″

ښځینه فعالانې او حقوق پوهان وایي، د جمهوري ریاست په تیرو انتخاباتوکې ۳۸٪ ښځو برخه اخیستې وه او که حکومت په کابینه کې د دوی ونډې ته پام ونه کړي پر ښځو به ناوړه اغیزې وکړي.

د ښځو د چارو فعالانې وایي، د فیصدي له مخې باید دوی ته نهه وزارتونه ورکړل شوي وای، خو د هېواد ناسم حالت ته په کتوکم تر کمه باید د کابینې څلور وزارتونه دوی ته ځانګړي شي.

حکومت شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پنځه ویشت کاندید وزیران ولسي جرګې ته ورمعرفي کړل چې په دې ډله کې درې ښځې هم شاملې وې.

له دې جملې یي دوه د رایې اخیستلوڅخه مخکې د ولسي جرګې له خوا له لسته وویستل شوې او د لوړوزده کړو وزارت ته کاندیدې خاطرې افغان بیاونه شو کړای چی له ولسي جرګې څخه د تایید رایه واخلي.

ښځینه فعالانې ټینګارکوي چې که د ښځو د پراخ سیاسي مشارکت په هکله د دوی غوښتنې ونه منل شي مدني حرکتونه به پیل کړي.

په عین حال کی د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی وایي حکومت ښځوته په کابینه او نورو ادارو کې د ونډې ورکولوپه ژمنه ولاړدی:

″په دې اړه تراوسه وروستی تصمیم نه دی نیول شوی، ولې د نوي افغان حکومت اراده دا ده چې افغان ښځو ته فعاله ونډه ورکړل شي، دا ونډه به نه یوازې په وزارتونو کې وي بلکې په ولایتونو او سفارتخانو کې هم ورته پام کيږي.″

ښځې په داسې حال کې په نوي حکومت کې د پراخ ګډون غوښتنه کوي چې د کمپاینونوپه وخت کې د حکومت دواړو مشرانو له هغوی سره د پراخ سیاسي مشارکت ژمنه کړې وه.

له دې وړاندې د جمهوررییس حامد کرزي په حکومت کې درېیو ښځو د وزارتونو مشري کوله خو نوي حکومت د کارپه لومړیو ورځو کې په کابینه کې د ښځو د پراخ ګډون ترڅنګ وویل چې د سترې محکمې په رهبري پلاوي کې به هم د ښځو ونډه په پام کې نیسي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG