د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

زابل: ترافیکې پېښې ۳۰تنه ووژل او نژدې ۳۰تنه نور يي ژوبل کړل


په زابل ولایت کې په یوې ترافیکي پیښه نژدې ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د روغتون مسوولان وايي، چې تر اوسه دوی ته ۳۰ مړي او نژدې ۳۰تنه نور ټپیان ور وړل شوي دي.

د دې و لایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امرغلام جیلاني فراهي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د یوه ټیلر او ۳۰۳ ډوله موټرو ترمنځ دغه ترافیکي پيښه نن له غرمې مخکې د کابل ــ کندهار پر لویه لاره کې رامنځته شوې ده.

د دې ولایت چارواکو د یادې پيښې لامل د موټر چلونکو بې احتیاطي بللې ده.

پخواني:

نن غرمه د زابل مرکز ته څېرمه د کاکړانو چينې په سيمه کې دوو موټرو ټکر کړی دی چې پکې تر اوسه پورې دوه ويشت تنه مړه شوي او د دېرشو په شاو خوا کې نور ژوبل دي.

د زابل د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايي، ټکر د درې سوه درې موټر او يوه ټېلر تر منځ شوی دی.

دی وايي، ځينې کسان له په موټر کې بند دي او دوی تر اوسه دوه ويشت مړي را ايستلي دي.

د ده په خبره، کېدای شي د مړو شويو کسانو شمېره نور هم زيات شي.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، ټکر شوی درې سوه درې موټر د ټونس پيما په شرکت پسې تړلی او نن له کندهاره کابل ته روان وو.

XS
SM
MD
LG