د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

په کابل کې یوه افغان سرتیري ۳ امریکايي پوځي قراردادیان ووژل


درې امریکايي قراردادیان چې ویل کېږي د افغان پوځیانو د روزنې لپاره استخدام شوي وو، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د یو افغان سرتېري په ډزو وژل شوي.

افغان چارواکي وايي چې درې امریکايي پوځي قراردادیان د کابل په نړیوال هوايي کې د یوه افغان سرتېري په ډزو ووژل شول او څلورم یې ټپي شو.

د چارواکو له قوله ویل شوي دي چې دا قراردادیان د امریکا پوځ د افغانستان د هوايي ځواک د روزنې لپاره استخدام کړي و.

د افغانستان د هوايي ځواک یوه مقام رویټرز خبري آژانس ته وویل چې د دې برید علت تراوسه نه دی معلوم شوی او هلته بل څوک هم نه و چې دا حالت یې په سترګو لیدلی وي.

ده مقام چې نه غواړي نوم یې افشا شي؛ رویټرز ته همدار ویلي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي. د راپور له مخې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي پوځیانو چارواکو دا حمله تایید کړې ده؛ خو په دې اړه په راپور کې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د کابل نړیوال هوايي ډګر د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف د پوځیانو او د مرستندویو موسسو د کارکوونکو په ګډون د زرګونو نورو بهرنیانو لپاره چې په افغانستان کې کار کوي؛ د تګ راتګ یوه مهمه لاره ده.

د امارات ایرلاین، ترکش ایرلاین او فلای ډوبی په ګډون؛ څو نړیوال هوايي شرکتونه افغانستان ته او له افغانستان څخه پروازونه کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان سرتېري د خپل منځي حملو په ترڅ کې خپله وسله پر بهرنیو پوځیانو یا خپلو افغان ملګرو وراړوي. که څه هم د اکثرو دې حملو مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی؛ خو ځیني څارونکي د افغان ځواکونو په لیکو کې د وسله والو طالبانو پر نفوذ سربېره نور بېلابېل عوامل او له هغې ډلې د شخصي لانجو او کلتوري توپیرونو احتمال هم نه ردوي.

د همدې حملو په لړۍ کې د تېرکال په اګست میاشت کې د امریکا د پوځ یو جنرال ووژل شو. په پروسږنه حمله کې وژل شوی جنرال ترټولو جګپوړی امریکايی پوځي وو، چې د افغانستان په دولس کلنه جګړه کې وژل شوی دی.

امریکايي ځواکونو د تېر ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل محاربوي عملیات پای ته ورسول او امنیتي مسوولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شول.

اوس مهال د نړیوال ائتلاف نژدې دولس زره سرتېري په افغانستان کې دېره دي چې له دې ډلې څه باندې لس زره یې امریکایان دي.

XS
SM
MD
LG