د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

صدیقي: ډېر ژر د ټاپي پروژې عملي کارونه پیلږي


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي د ټاپي پروژې تخنیکي کارونه له هغې ډلې سروې او ډیزاین په ختمیدو دي او ډېر ژر یې عملي کارونه پيلیږي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي؛ افغان دولت ژمن دی چې تر ټاکلې مودې دا پروژه بشپړه کړي.

د دغه وزارت ویاند رفیع صدیقي د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ګازو د انتقال د پروې تر ټولو مهمه برخه تخنیکي ده چې افغانستان یې په خپل وار سره ډېر ژر پاي ته رسوي:

"تخنیکي مطالعات طرحه او ډیزاین دا کارونه ډېر نږدې زمان کې پای ته رسیږي. عملیاتي کارونه به انشا‌ءالله پیل شي. د افغانستان دولت هغه مسوولیتونه چې تر اوسه پورې یې درلود هغه یې ادا کړي او متعهد دا کارونه لکه څنګه چې یې دوام کړی ادامه پیدا کړي او په هغه مشخص تاریخ کې چې ټولو ته مو اعلان کړی دا کار پای ته ورسیږي."

د ښاغلي صدیقي په خبره د ټاپي په پروژه کې ښکیل هیوادونه ژمن دي چې د قرارداد له مخې خپل کارونه په ټاکلې موده پای ته ورسوي.

افغان چارواکو تر دې مخکې هم د یادې پروژې د عملي کولو لپاره د هڅو خبرې کړي دي.

افغان ولسمشر محم داشرف غني ترکمنستان ته په خپل سفر کې دا پروژه د سیمې لپاره ډېره مهمه وبلله.

ښاغلي غني وویل، هیله شته چې د دې پروژې په عملي کیدو سره افغانستان یو ښه اقتصاد پیدا کړي.

د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د لیږد دا پروژه اوو اعشاریه شپږ میلیارد ډالره لګښت لري.

افغانستان به له دې پروژې نه هر کال یوه اندازه ګاز ترلاسه کوي او هم به د کال څلور سوه میلیونه دالره ګټه واخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه بیا وایي چې څلور کاله مخکې د دې پروژې تخنیکي کارونه پیل شوي خو لا هم نه ده عملې شوې.

ددې ادارې مرستیال خان جان الکوزي د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل دا پروژه باید عملاً پیل شي ځکه چې پر افغانستان سربېره سیمې ته هم ډېره ګټه رسوي:

"د ټاپي پروژه خو د افغانستان لپاره نه تنها بلکې د منطقې لپاره یوه ګټوره اقتصادي پروژه ده. زمونږ خواهش دا دی چې دا باید د کاغذ پر مخ پاتې نه شي. په همدغه ۲۰۱۵ کال کې باید عملاُ شروع شي. څلور پنځه کاله کیږي چې ددې عملي پروتوکول شوی دی. پنځلس کاله کیږي چې دا پروژه په نظر کې وه. امنیتي مسایل یې هم حل شوي امید لرم چې دا پروژه شروع شي."

د ښاغلي الکوزي په خبره د دې پروژې عملي کیدل به د وریښمو د لارې جوړول چې اروپا ته د افغان سوداګرو د مالونو د انتقال زمینه برابروي چټک کړي.

اقتصادي کارپوهان د ټاپي پروژې عملي کیدل مهم بولي او وايي چې په اوسني وخت کې د افغانستان د اقتصاد د ودې لپاره دا پروژه یوه ستره لاسته راوړنه ده.

دوی وايي د ګازو د نل لیکې ډېره برخه له افغانستانه تیریږي نو دې ته په پام چې ځنډ یې نه یواځې د سیمې بلکې د افغانستان په زیان تمامیږي باید عملي کیدو ته یې تر نورو ټولو هیوادونو افغان دولت ډېره هڅه وکړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG