د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

پاکستان: هند د امنيت شورا د مستقل غړيتوب جوګه نه دى


پاکستان وايي، هند د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د مستقل غړيتوب جوګه نه دى او دا هېواد د هند د غړيتوب په اړه د اصولو په بنياد ملاحظات لري.

دا څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تسنيم اسلم د پنجشنبې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې په خپلې اوونيزې خبري غونډې کې خبريالانو ته د وينا پر مهال وکړې.

نوموړې زياته کړه چې پاکستان د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د پراخو سموونو غوښتونکى دى؛ خو نویو هېوادونو ته مستقل غړیتوب ورکول یو هېواد ته د پراخو اختياراتو ورکولو په مانا ده چې ښايي دا ګام به د ملګرو ملتونو امنیت شورا لا نوره غیر جمهوري کړي.

د پاکستان له خوا د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د هند د مستقل غړيتوب په اړه دا غبرګون په دې وروستیو ورځو کې هند ته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما تر سفر وروسته مخې ته راغلی دی.

باراک اوباما چې تېره اونۍ د هند په درې ورځني سفر دې هېواد ته تللى وو؛ د هند له لومړي وزير او همداراز له يو شمېر نورو جګپوړو چارواکيو سره وکتل او په دوه اړخيزو او يو لړ سيمه ييزو موضوعاتو يې ورسره بحث وکړ.

اوباما د هند له صدراعظم نريندار مودي سره يوځاى يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د دې هېواد د مستقل غړيتوب ملاتړ وکړ او زياته يې کړه چې له نړۍ څخه ترهګري ختمول د هند و امريکا ګډ ارمان دى.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویانده تسنیم اسلم د امنيت په شورا کې د هند د مستقل غړيتوب په اړه د اوباما د څرګندونو په غبرګون کې وايي چې په داسې حال کې هند د کشمير په اړه د ملګرو ملتونو د قراردادونو درناوى نه دى کړى؛ نو څرنګه کولاى شي چې د امنيت په شورا کې مستقل غړيتوب ترلاسه کړي:

"د امنيت په شورا کې د نويو مستقلو غړيو مطلب به د طاقت نور مرکزونه جوړول وي چې له امله به يې د امنيت شورا نوره هم غېر جمهوري شي.

تر څو چې د هند خبره ده، نو دې خو په خپله د ملګرو ملتونو امینت شورا له قراردادونو سرغړونه کړې ده؛ نو داسې یو هېواد څنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مستقل غړی جوړېدای شي."

هغې همداراز وويل، چې پکار ده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې اصلاحات د غړیو هېوادونو ارمانونو ته په کتو سره ترسره شي

د يادونې وړ ده، چې پاکستان هند ته د امريکا د ولسشمر باراک اوباما تر سفر وروسته په سيمه کې رامنځته شوى وضعيت له له نيزدې څاري او ددې هېواد يو شمېر جګپوړو چارواکيو د امريکا او هند ترمنځ د اتومي وسلو د پېر و پلور او همداراز يو لړ نور لاسليک شوي تفاهيم ليکونه د سيمې د امنيتي وضعيت او په سيمه کې د ځواک د موازنې د خرابېدا لامل بولي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG