د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

په سلو کې ۴۶ افغانان په افغانستان کې د امریکا زیاته ونډه غواړي


دا نظرپوښتنه د Langer Research Associate موسسې چې مرکز یې په نیویاک کې دی او د افغانستان د ټولیزو – اقتصادي څیړنو مرکز په ګډه، نومبر میاشت کې کړې او د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې یې له دوه زرو زیاتو کسانو نه پوښتنې کړي دي.

په دې سروې یا نظر پوښتنه کې د پوښتل شویو کسانو په سلو کې ۴۶ ویلي چې د امریکا متحده ایالات باید په افغانستان کي له ټاکلې پلان څخه زیاتې ژمنې وکړې.

د ناتو متحدو هیوادونو له افغانستان څخه خپل جنګي عسکر ایستلې او په نوې غیرمخاربوي ماموریت کې یې شاوخوا ۱۳ زره تنه پریښې چې دا شمېر ممکن د روان عیسوی کال په پای کې پنځه زرو ته راټیټ شي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي: افغان چارواکو په تیرو څو اونیو کي داسی وښودله چې دوي د روان کال په پاي کي د امریکا د زیات حضور تمه لري. په دي نوې نظر پوښتنه کي د پوښتل شویو کسانو په سلو کي ۲۹ یي ویلې چې دوي په افغانستان کي د لږ شمیر امریکایي ځواکونو پلوي کوي او یا دي بیخې امریکایي عسکر په دي هیواد کي نه وي.

د پوښتل شویو کسانو یو پر دریمه برخه په دي باور ده چې په راتلونکي کي د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کي د امریکا او نړیوالو ځواکونو ونډه ډيره مهمه ده او دوي یي ملاتړ کوي.

په نظر پوښتنه کي د نومبر میاشت کي د هرو لسو کسانو شپږو یي ویلې چې د شخړو او جنایتونو پر وړاندي د دوي امنیت بد نه دی. خو له هغه وخت راهیسي په افغانستان کي د طالبانو د حملو له امله ممکن له خلکو سره د امنیت په اړه اندیښنې زیاتې شوې وې.

دا پداسي حال کي ده چې په یوې وروستۍ حمله کي د پنجشنبې په ورځ په لغمان ولایت کي د سړک د ماین په چاودنه کي د سیمه ایزو پولیسو یو قوماندان ووژل شویو او د هغه د جنازې په مراسمو کي د چاودنې په پیښه کي ۱۲ تنه ملکیان او څلور پولیس ووژل شول.

په نظر پوښتنه کي ښودل شوې چې د افغانانو په سلو کی ۵۳ کسان فکر کوي چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي درغلۍ شوې وې، خو د ملي وحدت حکومت د اکثریت افغانانو د تائید وړ دی.

د پوښتل شویو افغانانو دري پرڅلور برخه باور لري چې جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیوي رئیس عبدالله عبدالله مشروعیت لري. په سلو کي ۶۱ کسان په دي نظر دی چې افغانستان پر سم لورې روان دی. دا رقم په ۲۰۱۳ م کال په سلو کي ۴۸ و.

په دي نظر پوښتنه کي زیات شمیر افغانانو په هیواد کي د برښنا د نشتوالي، بي روزګارۍ ، په حکومت او پولیسو کي د اداري فساد له امله شکایتونه کړیدي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG