د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

افغانان له پاکستاني مهاجرو سره ښه سلوک کوي


په تیرو څو لسیزو کي به افغانانو پاکستان ته هجرت کاوه، خو په دي وروستیو میاشتو کي شاوخوا شپیته زره پاکستانیان چې له نیمایي زیات یي کوچنیان دي، د خوست ولایت په ۱۲ کیلومترۍ کي د پاکستان پولې ته نږدي غلام کیمپ کي ځاي پرځاي شویدي.

د ملک عمردین په نامه یو قومي مشر وایي، مونږ پوهیږو چې په شمالي وزیرستان کي د پاکستان پوځې عملیات به د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي ، دا یوه غرنۍ سیمه ده ، وسله وال په کي ډير قوي دي او د حکومت لپاره به ګرانه وي چې په سیمه کي طالب وسله وال په نښه کړي او له منځه یي یوسي.

په سیمه کي د پاکستان د پوځې عملیاتو له امله چې په تیرجون میاشت کي یي پیل کړې، تر اوسه له شمالي وزیرستان څخه له دوه لکو لس زرو زیات خلک افغانستان ته مهاجر شوي دي.

اسوشئتدپرس لیکي:

د غلام کیمپ په شاوخوا کي د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ کارکوونکې کار کوي چې د جګړو د وخت ښخ شوي ماینونه لری کړي، خو د کیمپ په دننه کي دکانونه او غرفې فعالې شوې او مهاجر په کي ژوند تیروي. دا مهاجر وایي، افغانان ورسره ډير ښه سلوک کوي.

په تیر جون میاشت کي وسله والو د پاکستانپه کراچۍ نړیوال هوایي ډګر حمله کړې وه او هغه مهال حکومت د شمالي وزیرستان اوسیدونکو ته ویلې وو چې کورونه پریږدي او دوي په سیمه کي عملیات کوي.

شاوخوا ۷۵۰ زره کسان چې ۹۳ زره کورنۍ کیږي، د پاکستان په داخل کي بي ځایه شویدي.

اسوشوئتدپرس لیکي: په شمالي وزیرستان کي د القاعده شبکي، طالبانو او حقاني شبکې غړي فعال دي او په سیمه کي پټ ځایونه لري.

د میرانشاه یو اوسیدونکی شیرعزیز وایي، طالبان د شپي له خوا په سړک او لارو کي بمونه ښخوي ، په عسکرو او ځایي خلکو چاودنې کوي او حکومتي عسکر بیا په هغوي حملې کوي. عزیز وایي، زمونږ لپاره مهمه نده چې طالبان او که حکومت په سیمه واکمن وي، مونږ غواړ چې په سوله کي ژوند وکړو. مونږ په جګړو کي هرڅه له لاسه ورکړل.

په لومړیو کي دا اندیښنه موجوده وه چې وسله وال ممکن د مهاجرو په نامه افغانستان ته راواوړې، خو په دي اړه اندیښنې کمې شویدي. په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د مهاجرو د چارو مسول بو شاک وایي، مونږ پوره یقین لرو، په کیمپونو کي چې مونږ له کومو خلکو سره مرستې کوو، هغوي ملکیان دي.

یو لویدیځ ډپلومات چې د نامه له ښودلو یي ډډه کړي، وایي چې افغانستان ته په راتلونکو کسانو کي به حتما وسله وال هم وي او دا به افغان حکومت ته ستونزې هم پیدا کړي.

د غلام کیمپ بهر افغان امنیتي ځواکونه له وسلو سره پیره او ګزمې کوي . په کیمپ کي د کوچنیانو لپاره د ښوونځي ترتیبات هم نیول شوي او زیات شمیر د انګلیسي ژبې په زده کړي بوخت دي.

لس کلن حیات الله خان چې دوې میاشتې وړاندي له خپل مور او پلار او څلورو ورڼو سره دغه کیمپ ته راغلی وایي، خپل د مستۍ موټر ورڅخه په کور کي پاته دی او دی ډیر ورپسي خپه دی.

XS
SM
MD
LG