د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

انجنير محمد خان: وسله وال مخالفین د بهرنيو استخباراتو له خوا تمویلېږي


د افغان حکومت د اجراییه ریاست لومړی مرستیال وايي؛ تر کومه چې د سیمې او نړۍ یو شمېر هیوادونه د مخالفینو له مالي ملاتړ او تجهیز نه لاس وانه خلي دغه هیواد به امن نشي.

د افغان حکومت د اجرایي ریاست لومړی مرستیال نا امني په هیواد کې کورنۍ مشکل نه بلکه سیمه ییزه او نړیواله ستونزه ګڼي.

انجنیر محمد خان رحماني د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل؛ د افغانستان امنیتي ځواکونو له هېواد څخه د دفاع وړتیا لري؛ خو تر کومه چې د افغانستان په قضیه کې ښکیل هیوادونه دې نتیجې ته ونه رسیږي چې د افغانستان امن د نړۍ امن دی؛ په دغه هیواد کې به د امنیت راوستل ستونزمنه خبره وي.

ښاغلي رحماني دغه شان وویل چې د افغان دولت مخالفین د سیمې او نړۍ د یو شمېر هیوادونو د استخبارات له خوا تمویل او تجهیز کيږي.

که څه هم نوموړي د کوم هیواد نوم یاد نه کړ؛ خو ویې ویل تر کومه چې دغه هیوادونه له خپلو داشان هڅواو کارونو نه لاس په سر نه شي؛ په افغانستان کې به سوله او امن رانه شي.

"په دې کې مختلف لاسونه دي، مختلف هیوادونه دي، مختلف استخبارات دي، تر څو پورې چې د افغانستان د امنیت په رابطه یو منطقوي توافق رانه شي؛ دلته د امنیت رواستل مشکله خبره ده. که د افغانستان د دولت مخالفین د ښکېلو هیوادونو له خوا تمویل؛ تجهیز، تریننګ او تربیه نه شي؛ دا خلک غیر له سولې بله لار نه لري."

د افغانستان د اجراییه ریاست لومړي مرستیال خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د نا امنۍ زیاتېدل د پاکستان سربیره؛ ایران، منځنۍ اسیا او امریکا هم نا امنه کولای شي.

ښاغلی محمد خان وايي، چې د دغه وضیعت نه د وتلو په خاطر ملګري هیوادونه باید له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي.

د ښاغلي رحماني په وینا، په دې ورستیو کې د امنیت دښمنانو د داعش یا اسلامي دولت د ډلې په ګټه هم تبلیغات پیل کړي دي:

"که داعش لا زېږېدلی نه وي او په افغانستان کې یې د موجودیت تبلیغات کېږي؛ معنی یې دا ده چې د افغانستان په نا امنۍ کې نور هم لیوالتیا، ارداه او تصمیم لري."

که څه هم ښاغلي رحماني د کوم ځانګړي هیواد نوم یاد نه کړ چې ګوندي دا شانتبلیغات کوي او یا هم د افغان دولت د مخالفینو ملاتړ ته ولاړ دي؛ خو په تېره کې کارپوهانو په وار-وار پاکستان په دې تور تورن کړی دی.

افغان کارپوهان د نا امنیو د مخنیوي لپاره یواځنۍ لار په قضیه کې د ښکیلو هیوادونو پر وړاندې د افغان حکومت جدي او عملي اقدام ګڼي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG