د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

عتیق: راتلونکي ته د افغان سوداګرو خوشبیني او هیلې ډيرې شوي


د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي؛ د نوې سروې په اساس په هیواد کې د سوداګرو علاقه خپل کاروبار ته ډيره شوي او دوی ښې اقتصادي راتلونکي ته خوشبینه دي.

د افغانستان د سوداګری خونې چارواکي وايي چې د دوی نوي سروې ښيي چې د پخوا په نسبت د پانګونې او کاروبار لپاره په هیواد کې د سوداګرو رضایت ۳۲٪ لوړ شوی او سوداګر د حکومت وروستیو هڅو ته خوشحاله دي.

د دې خونې د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت د شنبې په ورځ د نوي سروې د بیانولو سره وویل چې که حکومت داسې هڅو ته دوام ورکړي؛ د سوداګرو وضعیت لا ښه کیږي.

"په مراتبو هیلې ډيرې شوي دي د کاروبار څخه رضایت چې زموږ په پخوانی سروې کې

32.1% وه اوس 0.78%ته رسیدلی دی؛ په دې معنا چې خوشبینی ډيرې شوي او هغه ژمنې چې د نوي حکومت له خوا ورکړل شوي؛ ښې راتلونکي ته یې د خصوصي سکتور هیلې ډیرې کړي دي."

ښاغلی نصرت وايي چې دوی دا سروې له دوو لسوو ۱۲۰۰ څخه د زیاتو لویو، متوسطو او کوچنیو شرکتونو څخه د هیواد په پنځه زونونو کې کړی چې د پخوا په پرتله د حکومت پاملرنه ډيره او حالت ښه ښایي.

د دې سره دا سروې ښيی چې امنیت او د زیربناوو په تیره بیا د بریښنا نشتون لا هم د سوداګرو او شرکتونو لپاره د ستونزو په سر کې راځي؛ خو وايي چې له دې ټولو سره د تولیدي سکتورونو او سوداګرو باور دادی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به یې حالت ښه شي.

بل خوا ملي سوداګر وايي چې په اقتصادي پرمختګ د حکومت ډير ټیګار د دې سبب شوی چې دوی راتلونکي ته ښې هیلې ولري.

د افغانستان د ساختماني شرکتونو رییس نعیم یاسین ازادي راډيو ته وویل؛ اوس د دې وخت راغلی چې افغان حکومت خپلې کړي ژمنې او شوې هڅې عملي کړي؛ تر څو سوداګر دا خوشبینی په عمل کې ثابتې کړي.


"دا ډول اعلامیې د کاروبار، باور او روحیې لپاره ګټورې دي؛ په دې هیله چې اوس په رښتیني ډول ښه والی راشي؛ موږ له نوي حکومته همدا غوښتنه لرو چې قوانین او پالیسي باید عملي شي ځکه چې د هغې له تطبیق سره په ټولو برخو کې پرمختګ راځي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې سوداګرو او پانګه والو ویلي وو چې په هیواد کې د جمهوري ریاست اوږدو لانجمنو انتخاباتو او د امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون نه لاسلیک یې په کاروبار بده اغیزه کړې ده.

د ښې راتلونکي په اړه د دافغان سوداګرو دا هیله مندي په داسې حال کې ډيرې شوي دي چې افغان حکومت په دې وروستیو کې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو شمیر ګامونه اخستي او د نړی د یو شمیر هیوادونو سره یې د سوداګری په معاملو ټينګار ډیر کړی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG