د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

په کندز کې دوه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړای شول


د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې دوی هغه دوه کوچنیان چې څو ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوي وو؛ د انسان تښتونکو له منګلو یې ازاد کړي او په تړاوي د انسان تښتونکو دوه ډلې نیولي چې شمېر یې اته تنو ته رسیږي.

د کندز والي محمد عمر ساپي رسنیو ته وویل چې د انسان تښتوونکو دغه دوه ډلې د دې ولایت د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

ساپی وايي چې په دې ولایت کې د دولت په چوکاټ کې یوشمېر کړۍ له انسان تښتوونکو سره لاس لري او ډېر ژر به یې ونیسي او خلکو ته به یې معرفي کړي.

د ده د خبرو په اساس، د سږکال په دې ولایت کې ۱۴۲ د انسان تښتوونې پېښه رامنځ شوي؛ خو په دې دوه ورستیو میاشتو کې شپږ پېښه رامنځ ته شوي دی:

"د انسان تښتونکو دغه دوه نیولې شوي ډلې ډېر خطرناکه کسان دي؛ دوی له دې نه وړاندې هم په کندز کې فعالیت درلود، اما په دې ولایت کې پخواني چارواکي نه وو توانېدلي چې دغه خطرناکه ډله ونیسي؛ ځکه د هغوې ترشاه د مافیاوو لوی لاسونه وو؛ خو موږ دوی ونیول او ریښې مو ورته غوڅې کړې."

د کندز والي همداراز وویل چې له ولسمشر محمد اشرف غني څخه یې دغو نیول شو انسان تښتوونکو د علنې محکمې امر اخیستی او که چېرې پر دغو نیول شو کسان باندې د قتل جرم ثابت شي؛ هغوی به د محکمې له خوا په اعدام محکوم شي.

په همدې حال کې هغه ماشومان چې د انسان تښتوونکو له منګلو ازاد شوي؛ خپلوان یې ډېره خوښې څرګندوي چې خپل کوچنیان یې بېرته روغ رمټ ترلاسه کړل.

بلې خواته د کندز ولایت یوشمېر اوسېدونکي وايي؛ حکومت باید دغو نیول شو کسانو ته سخته سزا ورکړي؛ څو په راتلونکې کې د دغه شان پېښو مخنیوی وشي.

"۱- موږ خوشحال یو چې امنیتي ځواکنو دغه انسان تښتوونکي یې ونیول هغوی په دې ولایت کې خلک به یې ځورول؛ زموږ هېله دا ده چې باید حکومت دغو نیول شو کسانو ته سخت سزا ورکړي.

۲- مور او پلار مې زه نه پرېښودم چې ښوونځي ولاړه شم ځکه زما کورنۍ وېریدله؛ په دې خاطر چې هره ورځه به خلک د ښار له منځ څخه تښتول کېدل؛ اوس ډېر خوشحال یو چې دغه کسان ونیول شول او باید ورته درنه جزا ورکړل شي."

د کندز والي په وینا چې د دې ولایت د درېیمې حوزې امر؛ د جنایي جرمنو مدیر همدارنګه د ملي امنیت ښاري مدیر یې له دندو ګوښه او رسماً یې څارنوالۍ ته ور معرفي کړي دي. دی وايي چې ډېر ژره په دې ولایت کې په یوشمېر نورو ادارو کې به هم بدلون رامنځ کړي.

راپور: اجمل آرین - کندز

XS
SM
MD
LG