د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

ابراهيم خېل: افغان کډوال په تروریستي پېښو کې لاس نه لري


د پاکستان امنيتي ارګانونو په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په ګډون د دې هېواد په نورو سيمو کې پراخ تلاشي عمليات پيل کړي او وايي چې تر دې دمه يې په دغو عملياتو کې تر ١٠٠٠٠ لس زرو زيات مشکوک کسان نيولي دي.

د پاکستانيو رسنيو د راپورنو له مخې؛ د پاکستان امنيتي ادارو د تېر کال د ډسمبر په ١٦مه نېټۀ په پېښور کې پر يوه ښوونځي د پاکستانيو طالبانو تر خونړي بريد وروسته په ټول هېواد کې تلاشي عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې تراوسه ګڼ شمېر مشکوک کسان نيولي دي.

راپورونه وايي چې په دغو نيول شويو کسانو کې ګڼ شمېر افغان کډوال هم دي چې ډېرى يې د خيبر پښتونخوا له مرکز پېښور او د دې ايالت له نورو بېلابېلو سيمو څخه نيولي دي.

د خيبر پښتونخوا پوليسو يواځې د يکشنبې په ورځ د دې ايالت په مرکز پېښور او شاوخوا کليوالي سيمو کې د عملياتو پر مهال تر ٥٠٠ زيات کسان نيولي چې په دوى کې ٧٠ افغان کډوال هم دي.

که له يوې خوا پاکستانيو پوليسو او نورو امنيتي ارګانونو په دې وروستيو کې يواځې په خيبر پښتونخوا کې زرګونه افغان کډوال نيولي؛ نو له بلې خوا په دې ايالت کې د افغان قونسلګرۍ چارواکي وايي چې نيول شوي افغان کډوال په ترورېستي پېښو کې لاس نه لري؛ بلکې امنيتي ارګانونو يواځې د شک په بنياد نيولي چې ځينې يې ژر بېرته خوشې کړي دي.

په پېښور افغان قونسل سيد محمد ابراهيم خېل په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د پاکستان امنيتي ارګانونه يواځې هغه افغان کډوال نيسي چې په غېر قانوني توګه دې هېواد کې مېشت وي او يا هم پرې د پوليسو شک راشي چې په کومې غېر قانوني چاره کې لاس لري:

" خوشبختانه بايد ووايم چې داسې خبره نه ده؛ اما دوى په مجموع کې په ټول خيبر پښتونخوا کې اپرېشن د دې په خاطر شروع کړى دى چې هغه مضنون خلک که چېرته دوى وويني؛ که افغاني وي که پاکستاني وي، هغوى ونيسي، له هغوى تحقيق وکړي او که چيرې بې ګناه و؛ نو بېرته به يې خوشي کوي. نو دا حالت په ټولې صوبې کې راغلى دى چې شکمن کسان نيول کېږي او تر تحقيق وروسته بېرته خوشې کېږي.

نو الحمدالله تراوسه پورې په دې قضيه کې چې موږ سره يې حال شريک کړى وي؛ څه خبره نشته، داسې هسې خبره ده."

نوموړي همدراز وويل چې دوى په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ستونزو د اواري په لړ کې په پرله پسې ډول د دې ايالت له امنيتي مقاماتو سره په تماس کې دي.

په پاکستان کې د تلاشي عملياتونو لړۍ تر هغې وروسته تېزه شوې چې د دې هېواد صدراعظم نواز شريف په پېښور کې تر بريد وروسته د پاکستان د ټولو سياسي ګوندونو يو ټول ګونديز کنفرانس راوباله او په دې کې يې د ترورېزم د مخنيوي لپاره يو ملي پلان جوړ کړ.

د دغه شل ماده ييز ملي پلان په يوه ماده کې ويل شوي چې د پاکستان حکومت په لومړي سر کې په دې هېواد کې په غېر قانوني توګه مېشت افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږي او په دويم پړاو کې به هغه راجستر شوي کډوال هم لېږي چې د روان کال تر پايه په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

ازادي راډيو هڅه وکړه، چې په پېښور کې د نيول شويو افغان کډوالو په اړه ددې ښار د پوليسو د اړوندو چارواکيو نظر هم واخلي؛ خو پر بيا بيا تماس سربېره څوک خبرو ته حاضر نه شول.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG