د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

سعودي شهزاده په پاکستان کې ښکار کوي


د پاکستان جنوب لویدیځ ته د عربستان د یوه شهزاده د ورتګ لپاره تیاریانې روانې دي.

ټاکل شوې ده چې ډیر ژر شهزاده "فهد بن سلطان بن عبدالعزیز" بلوچستان ته د یوه نایابه مرغه د ښکار لپاره ولاړ شي؛ خو د چاپیریال ساتنې نړیوالې ادارې اندیښمنې دي.

د یکشنبه په ورځ په "سي ۱۳۰ هیلکوپټر" کې د "یک ماچ" په دښته کې د عربستان د شهزاده ګانو یوه ډله چې بازان ورسره وو؛ کوزه شوه. له دوی سره به شهزاده فهد ډير ژر یوځای شي.

شهزاده فهد د هوبره په نوم د یوه مرغه په ښکار پسې بلوچستان ته ځي. دا مرغه د نړۍ له نایابو مرغانو څخه دی.

پاکستاني چارواکي وایي چې یک ماچ ته د شهزاده فهد د ورتګ لپاره هڅې روانې دي. دی تیر کال هم د هوبره مرغه د ښکار لپاره یک ماچ ته تللی و. چارواکي وایي چې تیر کال یې تر ۲۰۰۰ ډير مرغان ښکار کړي وو.

اسیایي هوبره مرغه له هغو مرغانو څخه یو دی چې په نړۍ کې یې شمیر په تیزۍ په کمېدو دی. د چاپیریال ساتنې نړیوالې ادارې دغه مرغه په سره کرښه کې ګڼلی او په پاکستان کې د دغه مرغه ښکار منع شوی دی.

خو د اسلام اباد چارواکي شتمنو عربانو ته د دې مرغه د ښکار لپاره پرمټ ورکړی دی. د دې اجازه نامې له مخې د لسو ورځو په ترڅ کې یو څوک کولی شي چې یوازې ۱۰۰ مرغان ښکار کړي. خو د چاپیریال ساتنې د فعالانو په وینا؛ تل له دې خانګړیو اجازو څخه سرغړونې شوې دي او تر ټاکلې اندازې ډیر مرغان په هغو سیمو کې ښکار شوې دي چې هلته ښکار ممنوع وي.

د بلوچستان په چاغي سیمه کې چې یک ماچ دښته هم په دې ځای کې ده؛ د وحشي ژویو د ساتنې یوه مسوول صفي الله زهري فرانس پریس اژانس ته وویل چې د شهزاده فهد ملګرو د هوبره مرغه د ښکار لپاره ټول وسایل ورسره راوړي دي او د خپل شهزاده راتګ ته سترګې په لار دي.

عرب شیخان له ښکار سره ځانګړې مینه لري؛ دوی هر کال پاکستان ته د مرغانو د ښکار لپاره سفرونه کوي. عرب شیخان ډیر کله د دې ښکارونو لپاره له متحد عربي اماراتو؛ عربستان او کویت څخه په جت الوتکو کې پاکستان ته ځي.

د چاپیریال ساتنې د نړیوالو موسسو له اټکلونو سره سم هر کال له پنځه لکه تر یو میلیون ډوله مرغان د ژمي په مخه له سایبریا څخه مرکزي او جنوبي اسیا ته د پاکستان له لارې لیږدي او د دې مرغانو یوه برخه پرته له دې چې د چاپیریال ساتنې نړیوال قوانین په نظر کې ونیول شي؛ په بیرحمۍ ښکار کیږي.

XS
SM
MD
LG