د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

چین د ۱۵۰۰ میګاواټه په ظرفیت د بریښنا فابریکه په کونړ کې جوړوي


چین ژمنه وکړه چې د افغانستان په ختیځ کې د اوبو بند او د بریښنا فابریکه جوړه کړي. همداراز تر پاکستان پورې یوه لاره جوړه کړي او د ریل کرښه وباسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند د سې شنبې په ورځ یوه ورځ وروسته تر دې چې په کابل کې؛ د چین، افغانستان او پاکستان ډیپلوماټانو غونډه وکړه؛ وویل، چین د پراخو مرستو ژمنه کړې ده.

بل لور ته په پیکنګ کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "هووا چونیانګ" خبریالانو ته وویل؛ چین به یو شمیر پروژې په افغانستان کې تطبیق کړي چې په دغو کې په کونړ کې د بریښنا د بند جوړېدل هم شامل دي او تر پاکستان پورې به اورګاډي او موټرو لارې هم جوړې کړي.

په کونړ کې د ۱۵۰۰ میګاواټه په ظرفیت د بریښنا د تولید د فابریکې ملاتړ پاکستان کړی دی او ویلي یې دي چې یوه اندازه بریښنا به یې واخلي.

په ۲۰۱۳ کال کې پاکستان ویلي وو چې له پیښوره تر کابل پورې به د موټرو لویه لاره جوړه کړي او له سرحدي چمن ښار څخه به تر کندهار پورې د اورګاډي پټلۍ وغځوي.

کونړ د پاکستان پر پوله پروت هغه ولایت دی چې ډیر کله په کې جګړې وي او امنیت یې ښه نه دی. خو رویټرز اژانس لیکي چې په کونړ کې به د چین له هڅو سره دغه هیواد پر نورو هغو پروژو چې پخوا یې ژمنې کړې وې کار پیل شي؛ لکه په لوګر کې د عینک د میسو پر کان.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې چین به په کونړ کې د بریښنا پر فابریکې او د اوبو پر بند څومره لګښت کوي او تر پاکستان پورې به د موټرو او اورګاډي د لارو پر جوړیدو څومره مصرف کوي؛ خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند سراج الحق سراج وویل چې د دغو پروژو د لګښت په اړه به د دریو واړو هیوادو تر منځ په راتلونکو غونډو کې پریکړه وشي.

د کابل په غونډه کې د پیکنګ، اسلام اباد او کابل ډیپلوماټانو له طالبانو سره د سولې پر مسالې هم خبرې وکړې. چین تیرکال وړاندیز کړی و چې له طالبانو سره به د سولې په خبرو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG