د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

د افغانستان لپاره د داعش وياند نيول شوی


افغان چارواکي وايي، په افغانستان کې د داعش د جنګياليو وياند نيول شوی دی او د محکمې له لوري په پنځلسو کالو بند محکوم شوی دی.

ابو ابراهيم خراسانی، چې اصلي نوم يې عبدالقادر واحدي دی، شاو خوا دوه مياشتې وړاندې په کابل کې نيول شوی او بيا وروسته په غزني کې محاکمه شوی دی. خو رسنيو ته يې د نيول خبره ايله اوس راوتلی.

ویل شوي چې ابو ابراهيم خراسانی شاو خوا دوه مياشتې وړاندې په کابل نيول شوی، وروسته ميدان وردګو او له هغه ځايه بيا د غزني د والي په غوښتنه غزني ته لېږدول شوی دی.

ابو ابراهيم خراسانی، چې اصلي نوم يې عبدالقادر واحدي دی، څه موده وړاندې يې له ازادۍ راډيو سره په يوه مرکه کې ځان د داعش وياند بللی و او په نورستان کې يې په دار د طالب قومندانانو د ځړولو مسووليت منلی و.

د غزني يو تن لوړپوړي دولتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ازادۍ راډيو ته وويل چې دغه کس د داعش وياند و او په دې سربېره يې د داعش له جنګياليو سره د غزني د ترانسپورټ د رئيس په برمته کولو کې هم مرسته کړې وه.

دی وايي، عبدالقادر واحدي د داعش ډلې د ويندويي په جرم زنداني شوی دی او تر نيول کېدو وروسته ورته لومړۍ او دويمې محاکمې د پنځلس کاله بند سزا اورولې ده.

خو په خپله قادر واحدي بيا ازادۍ راډيو ته د ټللېفون پر ليکه وويل چې د غزني والي د سولې د خبرو په پلمه دی کابل ته غوښتی و، د ده د خونديتوب ضمانت يې کړی و، خو کابل ته له رسېدو وروسته يې په ملي امنيت ونيو او بيا غزني ته هم د والي په غوښتنه لېږدول شوی دی.

دی وايي، د سولې په خبرو کې د غزني والي منځګړتوب کاوه او هدف يې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ د سولې خبرې وې.

د واحدي په خبره، هغه مهال چې لا ده له داعش سره اړيکې نه وې جوړې کړې، د غزني والي خپل سلاکار ټاکلی و او د هماغه شناخت په پار يې کابل ته غوښتی و.

"زه د داعش د مشرانو له خوا په افغانستان کې د داعش د وياند او د سياسي اړيکو د مسوول په توګه وټاکل شوم. وروسته بيا د غزني والي موسی خان اکبرزاده د سولې د خبرو په پلمه له ما سره په وار وار اړيکې ونيولې. زما ضمانت يې وکړ او ويې ويل چې زموږ او حکومت او په ځانګړې توګه زموږ او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو لپاره راسره ويني، خو زه چې کابل ته راغلم، په افغانانو کې يې په ملي امنيت ونيولم."

پنځه څلوېښت کلن عبدالقادر واحدي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کندهار کې له ملا محمد عمر سره د استخباراتو د غړي په توګه اوسېده. وروسته د طالبانو له لوري له احمد شاه مسعود سره د خبرو اترو او د بنديانو د تبادلې د مسوول په توګه وټاکل شو. د کابل تر سقوط وروسته طالبانو دی د استخباراتو د پنځم رياست رئيس وټاکه. د طالبانو د رژيم تر سقوط وروسته د پاکستان استخباراتو ونيو او دوه نيم کاله هلته بندي و، خو تر راخلاصېدو وروسته د غزني والي په ساختماني چارو کې خپل سلاکار وټاکه او په دې وروستيو کې يې د داعش له ډلې سره راشه درشه پيل کړې وه.

د غزني د سولې شورا غړی خليل هوتک وايي، د غزني والي له ډېره وخته دغه کس له ځان سره ساتلی و او د ده په واسطه به يې خلکو ته پروژې ورکولې.

هوتک د والي او واحدي تر منځ په هره پروژه کې د شل سلنه کمېشن خبره هم کوي او پسې زياتوي چې د داعش له خوا د غزني د ترانسپورټ د رئيس تر تښتولو وروسته دغه کس ونيول شو.

"قادر واحدي د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د استخباراتو د پنځم رياست رئيس و. دا سړی بيا له والي سره و، په دې پروژو مروژو کې يې لاس ورسره درلود. دی له والي صاحب سره په پروژو کې شريک و او شل سلنه کمېشن يې ورکاوه. کله چې د ټرانسپورټ رئيس وتښتول شو، دی هم ونيول شو."

په دې اړه مو چې د غزني والي موسی خان اکبرزاده وپوښت، نو و يې ویل په دې نامه له سره څوک پېژني نه او نه هم مالومات لري چې د داعش وياند دې نيول شوی وي.

"نه پوهېږم، له ما سره په دې اړه مالومات نشته او نه هم په دې نامه کوم مشاور لرم."

که څه هم د غزني والي وايي، په دې نامه يې نه سلاکار درلود او نه هم څوک پېژني، خو ازادۍ راډيو ته داسې اسناد په لاس ورغلي دي چې پکې د غزني والي په يوه ليک کې د سکټوري خدمتونو رياست ته د عبدالقادر واحدي په اړه ليکلي چې دی په غزني کې د ټولو پروژو د عملي کولو په برخه کې د همکار او ناظر په توګه معرفي کوي.

څو ورځې وړاندې په هلمند کې هم د داعش ډلې يو تن قومندان په يوه هوايي بريد کې وژل شوی و.

سيدشاه سقيم

XS
SM
MD
LG