د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

د امریکا دفاع وزیر افغان پوځ یو پیاوړی ځواک ګڼي


د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارټر
د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارټر

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر په کندهار کې د دېره امریکايي او افغان ځواکونو له قوماندانانو سره په کتنه کې د افغان پوځ ستاینه وکړه او یو پیاوړی ځواک یې وباله.

د پنټاګون مشر د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې د امریکايي پوځیانو هڅې وستایلې او ویې ویل، په افغانستان کې د امنیتي بریاوو د ساتنې لپاره د دې پوځیانو هڅې د افغان ځواکونو د پوځي سلاکارانو په توګه حیاتي اهمیت لري. کارتر زیاته کړه، متحدایالات غواړي چې دا بریاوې دایمي او تلپاتې وي.

ښاغلي کارتر چې د کندهار په هوايي ډګر کې له پوځیانو سره تر کتنې وروسته افغانستان ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه او وویل چې د افغان پوځ او پولیسو د مسلکي روزنې په برخه کې له پرمختګ څخه خورا خوشاله دی؛ خو دې پوښتنې ته له ځواب ویلو یې ډډه وکړه چې آیا دې سفر دی، دې ته قانع کړی کنه چې په کندهار کې د امریکا د پوځ عملیات دې دوام وکړي.

د ولسمشر اوباما د ادارې له خوا له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو د پلان له مخې په کندهار کې د امریکايي پوځیانو ماموریت سږکال پای ته رسېږي؛ خو سپینه ماڼۍ وايي، اوباما د هغو بدلونونو په اړه غور کوي چې احتمالا په کندهار کې د امریکايي پوځیانو د حضور دوام هم په کې شامل دی.

کارتر وویل چې دی به خپله ارزیابي له ولسمشر بارک اوباما پرته له بل چا سره شریکه نه کړي.

اشټن کارټر په کندهار کې له افغان او امریکايي قوماندانانو سره په کتنه کې د افغانستان په جنوب کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو په اړه هم معلومات ترلاسه کړل.

په کندهار کې د ملي اردو ۲۰۵ نمبر قول اردو پرته ده چې په هلمند کې د وسله والو طالبانو پرضد په روانو پراخو پوځي عملیاتو کې برخه لري.

همداراز د امریکا د خاصو عملیاتو ځواک د کندهار په هوايي ډګر کې دېره دی او له هغه ځایه د تروریزم پرضد د عملیاتو د سوق او ادارې لپاره کار اخلي.

کارتر د شنبې په ورځ افغانستان ته د ناڅاپي سفر پرمهال ټینګار وکړ چې باید په افغانستان کې د پرمختګونو دوام یقني شي:

"زموږ لومړیتوب اوس دا دی چې د دې پرمختګونو دوام یقیني کړو؛ نو ځکه ولسمشر اوباما د امریکايي سرتېرو د وتلو په مهالوېش کې د بدلون په ګډون د ولسمشر غني له امنیتي ستراتیژۍ څخه د ملاتړ په مقصد پر ځینو طرحو غور کوي. دا په دې معنا ده چې د پوځي اډو د بندېدو مهالوېش او جدول ته هم ښايي بیا کتنه وشي؛ څو دا یقیني شي چې نړیوال ائتلاف د افغان متحدانو د ملاتړ لپاره لازمه او دقیقه وړتیا لري."

ولسمشر اشرف غني ویلي دي چې له افغانستانه د سرتېرو د اېستلو د پلان په برخه کې له ولسمشر بارک اویاما سره ورته نظر لري؛ خو یادونه کوي چې امریکا باید د افغانستان وضعیت درک کړي.

اوس مهال په افغانستان کې نژدې لس زره امریکایي سرتېري دېره دي چې شاوخوا دوه زره یې په کندهار کې افغان ځواکونه روزي.

XS
SM
MD
LG