د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

هيومن رايټس واچ: پاکستان دې د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ ودروي


د بشري حقونو د څارنې ادارې يا هيومن رايټس واچ په دې وروستيو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو په ځورولو او په جبري شړلو اندېښنه ښودلې او پر پاکستاني حکومت يې غږ کړى چې په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو ځورول او جبري شړل دې ژر تر ژره بند کړي.

دغې ادارې دا اندېښه تر هغې وروسته ښودلې چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې مېشت راجستر افغان کډوال د دې هېواد د پوليسو او نورو امنيتي ادارو له خوا تر سخت فشار لاندې دي چې په ډول ډول حيلو بهانو يې ځوروي؛ رشوت ترې اخلي او ان زندان ته يې اچوي.

خو د بشري حقونو د څار ادارې د يکشنبې په ورځ په يوې خپرې کړې اعلاميه کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د ځورولو او وېرولو لړۍ دې ودروي.

اعلاميه د اسيا په څانګه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې د مرستيال "فيلم کاين" په حواله ليکلي:

"د پاکستان حکومت اړ دى چې په دې هېواد کې د ټولو راجسټر شويو او غېر راجسټر شويو افغان کډوالو ژوند خوندي کړي او هغوى له ځورولو او وېرولو وژغوري."

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورولو لړۍ تر هغې وروسته تېزه شوې چې پاکستاني وسله والو طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ١٦مه نېټه په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي وسله واله حمله وکړه چې په نتيجه کې يې نږدې ١٥٠ کسان ووژل شول.

تر دغې حملې وروسته د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت اعلان وکړ چې افغان کډوال دې ژر تر ژره له دې ايالته ووځي. همدا لامل و چې پوليسو او نورو امنيتي ادارو د راجسټر شويو او غېر راجسټر شويو افغان کډوالو د نيولو او ځورولو لړۍ پيل کړه چې تر دې دمه لا روانه ده.

خو د بشري حقونو د څارنې اداره وايي چې پاکستانی حکومت دې د طالبانو د ظلم غچ له افغان کډوالو څخه نه اخلي:

"د پاکستان حکومت دې په پېښور کې د طالبانو د ظلم او بربريت غچ له افغان کډوالو نه اخلي. دا يو غېر قانوني نه، بلکې غېر انساني فعل دى چې افغان کډوال په زوره هغو سيمو ته ولېږل شي؛ چېرته چې د هغوى ژوند خوندي نه، بلکې له وېرې او ډار سره مخ وي."

دا په داسې حال کې ده چې په پېښور کې تر بريد وروسته يواځې د روان کال په جنورۍ مياشت کې ۲۴ زره کورنۍ په زور له پاکستانه وېستل شوي دي او اوس هم دا لړۍ دوام لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوال سازمان يا "يو. اين. ايچ. سي. ار" د احصايې له مخې؛ دا مهال په پاکستان کې ١٦ لکه راجسټر شوي افغان کډوال اوسېږي چې د پاکستان، افغانستان او يو اين ايچ سي آر د درې اړخيز تفاهم له مخې د دې کال تر پايه پورې په دې هېواد کې د اوسېدنې قانوني اسناد ورکړل شوي دي.

خو د پاکستان حکومت بيا وايي چې په دې هېواد کې پر راجسټر شويو افغان کډوالو سربېره په همدومره شمېر کې غېر راجسټر کډوال هم مېشت دي.

د بشري حقونو د څارنې نړېوالې ادارې همداراز پر پاکستاني حکومت غږ کړى چې د افغان کډوالو په زور او جبري شړلو له امله دې د افغان کډوالو د مېلمستيا په لړ کې د خپل هېواد څو کلن تاريخ ته زيان نه رسوي.

د يادونې وړ ده چې افغان دولت هم په دې وروستيو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د خراب وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي وايي چې ښايي په نزدې ورځو کې يو جګپوړى افغان پلاوى د افغان کډوالو د وضعيت په اړه له پاکستانيو چارواکيو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته راشي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG