د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

فعالانې: حکومت دې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیې جدي تعقیب کړي


په کابل کې یوشمېرمدني فعالانو په یوه اعتراضیه غونډه کې له حکومته وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیې دې جدي تعقیب او عاملین دې په علني توګه محاکمه کړي.

دوی چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سترې محکمې مخې ته راټول شوي وو، د عدالت غوښتنه یې کوله او ویل یې چې په تېره یوه میاشت کې له ښځو سره مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي اندیښمن کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، تر اوسه یې له ښځو سره د تاوتریخوالي نږدې نهه زره دوسیې څیړلي او عاملینو ته یې بېلابېل مجازات ورکول شوي.

د مدني ټولنو لسګونو فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د ښځو پروړاندې د تاوریخوالي پېښې وغندلې او له حکومته یې وغوښتل چې د دې عاملین دې وپېژني، ودې نیسي او په علني توګه دې محاکمه کړي.

مدني فعالانو د ملي وحدت پرحکومت انتقاد وکړچې له ښځو سره د تاوتریخوالي د پیښو د عاملینو په محاکمه کې پاتې راغلي او د تاوتریخوالي د زیاترو دوسیو برخلیک ناڅرګند دی.

د اعتراضیه غونډې ګډونوالې زهرا سپهرله ازادۍ راډيوسره په خبروکې له حکومته وغوښتل چې له ښځو سره د تاوتریخوالي عاملین دې معلوم او جدي چلند دې ورسره وکړي:

″مدني ټولنې له دولت د عدالت غوښتنه کوي، هغه کسان چې له ښځو سره تاوتریخوالي کوي باید په علني ډول محکمه شي، څو خلک په دې باوري شي چې عدالت پلي کیږي، له هغې پرته به موږ هره ورځ د تاوتریخوالي شاهدان اووسو، د عدليي او قضايي ارګانونو پټه خوله پاتې کېدل د عاملینو د ملاتړپه معنی ده، د عدالت تامین د عدليي او قضايي ارګانون دنده ده، یادې ادارې باید خپله وظیفه وپيژني.″

مدني فعالان وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د دې قضایاو د تعقیب لپاره د قانون نه پلي کېدل عام افغانان اندېښمن کړي دي.

د قانون نه پلي کېدل، د معافیت د دود پراختیا، په ټولنه کې د ښځو د حقونو په هکله د پوهې د کچې ټیټوالی، بې وزلي، وزګارتیا او بې سوادي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لاملونه دي.

د مدني ټولنو فعالان وایي چې په تېره میاشت کې په هرات، بامیان، کندز او تخار ولایتونوکې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې، خوپه دې اړه یې ارقام وړاندې نه کړل.

دوی وايي چې د افغانستان د بشري حقونو د راپورله مخې په ۲۰۱۴ کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۴۲۵۰ بېلابېلې پېښې ثبت شوې، چې ناموسي وژنې، جنسي تیري، وهل او ډبول، اجباري او د تیټ عمر ودونه په کې شامل دي.

مدني فعالانو د دوشنبې په ورځ په خپلې اعتراضیه غونډې کې یو اوو ماده يیز پریکړه لیک هم ولوست چې د صحرايي او دودیزو محکمود مخنیوي او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د توشیح کیدو او مستقل کیدو غوښتنه په کې شوې وه.

بل خوا د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، له ښځو سره د تاوتریخوالي دوسیې یې په جدي توګه څیړلې او د تاوتریخوالي عاملین په اشد مجازات او نورو بېلابېلو جزاوو محکوم شوي دي.

د دې ادارې ویاند بصیرعزیزي ازادۍ راډیوته وویل، له هغه چا سره به سخت چلند وشي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په تور نیول شوي دي:

″د افغانستان لویه څارنوالۍ د تاوتریخوالي په ټولو دوسیو څیړنه کوي او وروسته یې محکمې ته لېږي، نږدې نهه زره هغه دوسیې چې په څارنوالۍ کې ثبت دي څیړل شوې او څیړي یې چې عاملین یې له مرګ نیولې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي دي چې دا ټول دڅارنوالۍ لپاره لاس ته راوړنې دي.″

ښاغلي عزیزي د جوماتونو ملاامامانو او قومي مشرانوته سپارښتنه کوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په لمنځه وړلوکې له کورنیو سره مرسته وکړي.

کارپوهان وايي، افغان حکومت باید د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو دوسیې دې ترجدي تعقیب لاندې ونه نیسي که نه نو دغه پيښې به په راتلونکې کې لا زیاتې شي او د ښځو لپاره ټولنیز چاپیریال او شخصي حریم به نور هم ناامنه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG