د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

عبدالله: په راتلونکو څو ورځو کې به له طالبانو سره د سولې خبرې پيل شي


د حکومت اجرایې رییس عبدالله عبدالله وایې چې، په راتلونکو څو ورځوکې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.

ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې د سولې په خبرو د ټینګار ترڅنګ وویل چې په ورته وخت کې به حکومت د افغان ځواکونو ملاتړته هم دوام ورکړي.

په همدي حال کې مدني فعالان له طالبانو سره د سولې له مذاکراتو هرکلی کوي خو ټینګارکوي چې، باید په دغه هېواد کې وروستیو لاسته راوړنو ته هم پاملرنه وشي.

وروسته له دې چې ولسمشرمحمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې په خبروکې د پرمختګ خبره وکړه، د حکومت اجرایې رییس وایې، دغه خبرې به په راتلونکو څو ورځو کې پيل شي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د وینا پرمهال د څوکلنو لاسته راوړنو د ضایع کیدو په اړه اندیښنې ناسمې وبللې او ویې ویل چې، په دغو مذاکراتو کې به هیڅ ډول معامله ونه شي.

ښاغلي عبدالله دغه راز وویل چې د سولې له مذاکرتو سره سم به افغان حکومت د هېواد د امنیتي ځواکونو ملاتړ او پياوړتیا ته هم دوام ورکړي:

″انشاالله هیله من یو چې، له دې نوي دریځ سره به د مذاکراتو د پيل او دوام زمینه چې نتیجه یې په افغانستان کې یوه سرتاسري سوله وي، پيل شي.

ولسمشرمحمد اشرف غني او موږ هم امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکړی چې، د سولې له هڅو سره سره د امنیتي ځواکونو پياوړتیا او ملاتړ زموږ دنده ده او په دې برخه کې به هیڅکله او په هیڅ پړاو کې ځنډ ونشي.″

تردې یوه ورځ مخکې هم د سولې د عالي شورا یوه چارواکي له ازادۍ راډيوسره خبروکې د هغو تیاریو او اجنډا له جوړولو خبره کړې وه چې، ممکن له مخې یې طالبانو ته په حکومت کې یولړ انتخابونه وړاندې شي.

راپورونه وایي، د افغان حکومت یو پلاوی به راتلونکې میلادي میاشت له طالبانو سره وویني او دواړه لوري به د سولې د خبرو د دوام پراجنډا هم وغږیږي.

که څه هم د دې خبرو دقیقه نیټه او ځای تراوسه نه دي مشخص شوي، خو په ځينو راپورونو کې د قطر، دوبی او چین یادونه شوې ده.

په همدې حال کې مدني فعالان له طالبانو سره د سولې خبروته خوشبینه دي خو، خبرداری ورکوي چې حکومت باید په دغو مذاکراتو کې له احتیاطه کار واخلي.

د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع رییس عزیز رفیعي ټینګارکوي چې، د سولې په مذاکراتو کې باید حکومت داسې تیروتنه ونه کړي چې جبرانول یې ناممکن وي:

″کله چې د اساسي قانون، لاسته راوړنو، د ښځو او بشري حقونو او ډیموکراسۍ بحث وي، نورنو موږ په دې مسالې کې کومه ستونزه نه وینو.

هیڅ روغ عقل نه شي کولای د سولې او پخلاینې په وړاندې و دریږي.″

طالبانو تراوسه له افغان حکومت سره په راتلونکو ورځوکې د سولې د خبرو د پيلولو په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم جمهوري ریاست د سولې د مذاکراتو د اجنډا په اړه څه ویل له وخته مخکې بولي، خو د سولې عالي شورا وایې چې د طالبانو له لورې د جګړې پای ته رسول، په سیاسي قدرت کې هغوی ته ونډه ورکول او په مدنې بنسټونو کې د هغوی شتون به د سولې په مذاکراتو کې د حکومت د اجنډا یوه برخه وي.

XS
SM
MD
LG