د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره درې اړخیزه غونډه جوړیږي


ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره؛ د افغانستان، پاکستان او "یو. ان. اېچ. سي. آر" ادارې تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

په پاکستان د افغان کډوالو د شکنجې او ځورونې په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته؛ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ ویاند وايي چې د دغو ستونزو د حل لپاره به د مارچ میاشتي په لومړیو کې په اسلام اباد کې یوه درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

د دغې ادارې ویاند نادر فرهاد د دوشنبې په ورځازادۍ راډیو ته وویل چې په دې ناسته کې به د "یو. ان. اېچ. سي. آر" د ادارې پلاوی او د افغانستان او پاکستان د حکومتونو استازې برخه ولري.

نوموړي همدارنګه وویل چې په دې درې اړخیزه ناسته کې د کډوالو پر بیلابیلو ستونزو خبرې کیږي:

"د افغانستان، پاکستان او د یو این ایچ سي ار اداره به د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې یوه درې اړخیزه ناسته ولري چې په دې ناسته کې د کډوالو په ټولو هغو ستونزو خبرې وشي چې دا مهال ورسره مخ دي؛ په پاکستان کې د افغان کډوالو حضور؛ د دوی بیرته استنولو مساله او په همدې ډول هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري او له ستونزو سره مخ دي؛ نو بناءً په دې ټولو مسایلو به خبرې وشي."

دا په داسي حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې د پاکستان امنیتي ادارې نه یوازې دا چې غیر قانوني افغان کډوال له خپل هېواده شړي او مالونه یې ضبطوي، بلکې هغه افغانان هم ځوروي چې هلته د اوسیدو قانوني اسناد لري.

دې سازمان همدارنګه د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې له خپلو سیمه ییزو ادارو وغواړي؛ څو ژر ترژره د افغان کډوالو په کورونو چاپې بندې او هغوی په جبر له خپل هېواد څخه ونه شړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د افغان کډوالو پر ضد د پاکستاني ادارو وروستي اقدامات د اندیښنې وړ او له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بولي.

د دې ادارې ویاند رفیع الله بیدار د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت باید په دې برخه کې جدي څيړنې وکړي:

"له افغان کډوالو سره دا ډول کړنې چې هغه د بشر پاله قوانینو خلاف وي؛ دا موږ په کلکله غندو او افغان حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي."

د بشري حقونو د څار سازمان په پيښور کې پر یوه ښونځي وروستۍ حملې ته په اشارې ویلي چې د پاکستان حکومت باید د طالبانو د کړنو انتقام له افغان کډوالو څخه وانخلي.

په پیښور کې په یوه پوځي ښوونځي باندې د طالبانو له لورې د تیر ډسمبر میاشتي له خونړۍ حملې ورووسته په دې هېواد کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان د راپور په اساس هره ورځ په سلګونه افغان کورنۍ د پاکستان د امنیتي ادارو له ویرې او ګواښونو څخه په تیښته خپل هېواد ته ستنیږي.

د ریپوټونو له مخې، نږدي یو نیم میلیون افغان کډوال اوس مهال په پاکستان کې ژوند کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG