د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

پاکستان: د داعش وسله والې ډلې له فعاليتونو غافله نه يو


پاکستان وايي په دې هېواد کې د داعش يا اسلامي دولت د وسله والې ډلې له ترهګريزو فعاليتونو غافله نه دى او امنيتي ځواکونه يې په پاکستان کې دننه د داعش پر پلويانو سربېره د ټولو ترورېستي ډلو پر ضد له کوم امتياز و توپير پرته عمليات پيل کړي دي.

دا څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو سکرتر اعزاز احمد چوهدري د دوشنبې په ورځ د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې ددې هېواد د مشرانو جرګې د بهرنيو چارو کومېټې ته د وينا پر مهال کړي.

نوموړي همداراز ويلي، چې که څه هم په پاکستان کې د داعش وسله والې ډلې کوم رسمي وجود نشته، خو له پاکستاني طالبانو څخه ځينو بېلو شويو ډلو ددې ډلې ملاتړ اعلان کړى، چې دا زموږ لپاره يو ستر "ګواښ" دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو سکرتر په دې هېواد کې د داعش وسله والې ډلې د ملاتړو شتون په داسې حال کې منلى، چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې ځينو ترورېستي ډلو ددغې ډلې ملاتړ اعلان کړى و، خو حکومت يې په اړه غبرګون نه و ښودلى.

د اعزاز چوهدري په وينا، که څه هم د پاکستان ولس له داعش وسله والې ډلې سره کوم نظرياتي او جغرافيايي تړاو نه لري، خو په نړۍ کې ددغې ډلې وروستي ترورېستي فعاليتونه له پامه نه شي غورځولى، همدا لامل دى چې د پاکستان استخباراتي ادارې پر هغو ډلو ژور پام لري، چې د داعش ملاتړ يې اعلان کړى دى.

بل خوا د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو کارپوهان په دې وروستيو کې په پاکستان و افغانستان کې داعش وسله والې ډلې فعاليتونو او له دې ډلې سره د ځينو پخوانيو جنګياليو د ملاتړ اعلان په کتو وايي، چې ښايي دا ډله په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو لپاره سردردى جوړ کړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا داعش وسله واله ډله د پاکستان و افغانستان لپاره ستر ګواښ دى؟ د سياسي و سيمه ييزو چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي ازادي راډيو ته وويل:
"هر يو وسله وال تنظيم چې دى، هغه د پاکستان افغانستان او نورو هېوادونو لپاره يو خطره لري، خو دا ده چې موږ به اوس ګورو چې داعش لپاره اوس دلته څومره امکانات دي؟ تراوسه پورې چې موږ ګورو، نو کوم خلک چې مخکې بل تنظيم کې و، القاعدې سره وو، پاکستاني طالبانو سره وو يا افغاني طالبانو سره وو، هغوى خپلې زړې ډلې پرېښودې او داعش کې شامل شول، لکه کسان هماغه دي، خو اوس په بل نوم کار کوي، اوس به نوي نظم کې راشي او داعش چې څه وايي، هغه بۀ کوي.

تاسو وګورئ داعش تراوسه پورې دلته کې کوم بريد نه دى کړى او نه يې ذمه داري قبوله کړې ده. زما په خيال دوى د داعش د مشرانو د امر انتظار کوي، چې هغوى ورته څه وايي؟ نو زما په خيال خطر شته دى."

د ابوبکر البغدادي په مشرۍ د داعش يا اسلامي دولت هغه وسله واله ډله ده، چې دا مهال يې د عراق او شام ډېرې سيمې لاندې کړي او اسلامي خلافت يې پکې اعلان کړى دى.

رحيم الله يوسفزى ددې ترڅنګ چې داعش د پاکستان و افغانستان لپاره ګواښ ګڼي، وايي چې ددې ډلې مشر په دغو هېوادونو کې نشته، نو همدا لامل دى چې په دې سيمې کې به يې پلويان له خپلو مشرانو سره په اسانه اړيکي ونه لرلى شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو سکرتر داسې مهال داعش وسله واله ډله ددې هېواد لپاره ګواښ بللى، چې څه موده مخکې د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو، پېښور او همداراز د پنجاب، سند او بلوچستان په ځينو سيمو کې د داعش پر ملاتړ پر دېوالونو ليکل شوي وو او همداراز په پېښور کې ددغې ډلۍ په ملاتړ د فتح په نامه جريده هم چاپ شوې وه.

سربېره پر دېد پاکستاني وسله والو طالبانو پخواني وياند شاهد الله شاهد له خپلو ځينو ملګرو سره د داعش ملاتړ اعلان کړى او همداشان د پاکستان د پايتخت اسلام اباد د لال مسجد د جامع حفصې مدرسې زده کوونکيو هم ددغې ډلې ملاتړ او پاکستان ته د راتللو بلنه ورکړې وه.

د يادونې وړ ده، چې داعش يا اسلامي دولت ډلې د روان کال د جنورۍ په ٢٧ نېټه تاييد کړې وه، چې د پاکستاني طالبانو يو پخوانی وياند حافظ سعيد خان يې په سيمه کې د خپل قومندان په توګه ګومارلی دی.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG