د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

پاکستان پر افغان کډوالو فشار راوستی چې خپل هېواد ته ستانه شي


د پاکستان حکومت په دې هېواد کې دیره شاوخوا دوه نیم میلیون افغان مهاجرو ته ویلي چې خپل وطن ته دي ستانه شي؛ دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو، افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو او د هغوي د امنیت په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي.

افغانستان ته د کډوالو د استولو پریکړه د ډسمبر په ۱۶مه په پیښور کې پر یوه ښوونځې باندې له وسله والې حملې وروسته شوې وه چې په دې حمله کې لږ ترلږه ۱۳۶ تنه زده کوونکي وژل شوي وو.

د پاکستان د قبایلو او سرحدي چارو وزارت یوه چارواکي وویل؛ دا مهال په پاکستان کې یو اعشاریه ۶ میلیونه راجسټر شوي مهاجر او یو میلیون نور چې راجسټر شوي نه دي؛ ژوند کوي، دا ټول باید چې د ملګرو ملتونو د مهاجرو له عالي کمشنرۍ یا UNHCR سره د شوي تړون پر اساس؛ د روان کال د ډسمبر ترمیاشتې پورې افغانستان ته ستانه شي.

دغه چارواکي چې د نامه له ښودلو یې ډډه کړې؛ د جرمني خبري آژانس (ډي پي آ) ته ویلي؛ راجسټر شوي افغان مهاجر د روان کال تر پایه باید له پاکستانه ووځي او کوم کسان چې راجسټر نه دي؛ هغوی په غیر قانوني ډول په پاکستان کې ژوند کوي او د استوګنې حق نه لري.

په تېر ډسمبر میاشت کې په پیښور کې پر یوه ښوونځي باندې له وسله والې حملې وروسته په ټول پاکستان کې د افغان مهاجرو کمپونه ګډوډ شول، پولیسو او استخباراتي مامورینو څوڅو ځلې په دې کمپونو یرغلونه کړي او فکر کوي چې اسلامي بنسټ پالې ډلې یا طالبان په دې کمپونو کې پټیږي.

په اسلام آباد کي د شفیق الله په نامه یو افغان مهاجر وایي؛ د پاکستان پولیسو تیره میاشت د ده د مهاجرت کارت وکوت؛ خو دا چې ده د مهاجرو شناختي کارت درلود؛ ویې نه ځوراوه، مګر ورته یې وویل چې په نږدې وخت کې باید له پاکستان نه ووځي.

له بلې خوا، د بشري حقونو د څارنې سازمان یا "هیومن رایټس واچ" د یکشنبې په ورځ وویل؛ د روان عیسوي کال په جنورۍ میاشت کې چې کوم شمېر افغانان له پاکستان څخه خپل وطن (افغانستان) ته ستانه شوي؛ د ډسمبر میاشتې په پرتله یې شمېر ۹ برابره زیات و.

دا سازمان وایي، له دې هم څرګندیږې چې افغان مهاجر د پیښور له حملې وروسته له څومره سختیو او فشارونو سره مخامخ دي او له پاکستان نه وتلو ته اړ شوي دي.

د بشري حقونو څارنې سازمان د آسیایي څانګې مرستیال رییس فیلیم کاین وایي؛ پاکستان باید د پیښور د ښوونځي د حملې پړه په افغانانو وانه چوي او له دوی سره باید ناوړه سلوک ونه کړي.

دا غیر قانوني او غیر انساني عمل دی چې افغان مهاجر داسې ځای ته واستول شي چې هلته له شخړو سره مخامخ کیږي.

XS
SM
MD
LG