د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د مصر یوې محکمې ۲۵ تنه فعالان په بند محکوم کړل


د مصر یوې محکمې د دوشنبې په ورځ د علا عبدالفتاح په نامه فعال چې په ۲۰۱۱م کال کې یې د وخت د جمهور رییس حسنی مبارک پرضد لاریونونه او مظاهرې تنظیم کړې وې؛ په پنځه کاله بند محکوم کړ او یو شمیر نوروته یې هم په سوله ییز لاریونونو او مظاهرو کب د ګډون له امله د بند سزاوې ورکړې.

د مصر یوې محکمې "علا عبدالفتاح" چې د حسني مبارک د رژیم د راپرزولو لپاره د مظاهره کوونکو یو پیژندل شوی مخکښ او فعال و؛ په غیرقانونې ډول د اعتراضونو کولو په جرم د پنځو کلونو بند په سزا محکوم کړ.

قاضي، نورو ۲۴ تنو ته د درېیو او پنځلسو کلونو ترمنځ د بند سزاګانې اعلان کړې.

تورن کسان په فلزي پنجرو کې بند وو او د قاضي د حکوم د اورېدو پرمهال یې د ملنډو په دود چک چکې ووهلې؛ خو په محکمه کې د محکومینو کورنیو او خپلوانو د حکم پر ضد د اعتراض غږ پورته کړ او "مرګ پر پوځ" شعارونه یې ور کړل.

علا عبدالفتاح چې یو وخت د ۲۰۱۱ م کال انقلاب مخکښه څیره وه؛ په لومړي سر کې په پنځلس کاله بندمحکوم شوی و؛ خو محکمې یې په اړه بله محاکمه جوړه کړه.

دا ۳۲ کلن فعال د ۲۰۱۳م کال نومبر میاشت کې د مصر د پارلمان د ودانۍ بهر مظاهرې پرمهال نیول شوی و او تورن و چې د پولیسو له اجازې پرته یې مظاهرو کې ګډون کړی دی.

درې نور تورن کسان محکمې ته نه وو حاضر شوي او په غیاب کې ورباندې حکم صادر شو او هر یو په درې کاله بند او ۱۳ زره امریکایي ډالرو نغدي جریمې محکوم شول.

د عبدالفتاح یوه خور هم د جلا اعتراضونو په جرم بندې ده.

د مصر جمهور رییس عبدالفتاح السیسي د یکشنبې په ورځ ویلي وو؛ ټول هغه ځوانان به خوشې کړي چې په غلطۍ کې نیول شوي دي.

د مصر د لیبرال ګوند مشر خالد داود د محکمې له حکم وروسته وویل؛ دا د مصر لپاره چې دوه انقلابونه یې لیدلي؛ د شرم ځای دی چې ځوانان د اعتراض په ګناه په زندانونو کې اچوي.

د علا عبدالفتاح په ګډون یو شمېر محکوم شویو فعالانو د پوځ له خوا د محمد مرسي د لېرې کولو ملاتړ کړی و؛ خو وروسته چې کله نوي حکومت د مظاهره کوونکو ټکولو ته ملا وتړله؛ دوی یې مخالفت پیل کړ.

د مصر په دې وروستیو په مظاهرو او شخړو کې له زرو زیات کسان چې اکثر یې اسلام پالي وو؛ وژل شوي او دغه راز مخالفانو هم زیات شمیر پولیس او عسکر وژلي دي.

د احمد ماهر په نامه یو بل مخالف چې د حسني مبارک د رژیم پر ضد یې لاریونونه تنظیمول؛ هم په ورته تورونو په درې کاله بند محکوم شوی دی.

د ۲۰۱۱ م کال د جنورۍ په ۲۵مه د حسني مبارک پر ضد په ټول مصر کې لاریونونه او مظاهرې پیل شوې وې چې په نتیجه کې یې له اتلسو ورځو شخړو او وژنو وروسته؛ نوموړي استعفی وکړه.

زیات شمیر مصریانو د ۲۰۱۴ م کال می میاشتې انتخاباتو کې عبدالفتاح السیسي ته رایې ورکړې او وایي، هیواد یې يوه قوي زغامت ته اړتیا لري؛ ترڅو ثبات ټینګ کړي او اقتصاد په پښو ودروي.

XS
SM
MD
LG