د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

محقق: روسیه غواړي له افغانستان سره د همکاریو تړون لاسلیک کړي


د حکومت د اجرایي رییس دویم مرستیال وایي؛ د افغانستان او روسیې تر منځ د همکاریو د تړون د لاسلیک کېدو په اړه یې په کابل کې د روسیې د سفیر غوښتنه د وزیرانو شورا ته وړاندې کړې ده.

په کابل کې د روسیې سفیر د یکشنبې په ورځ له محمد محقق سره د لیدو پر مهال هیله څرګنده کړې چې، افغان حکومت له روسیې سره د همکاریو د تړون وړاندې شوې طرحه عملي کړي.

ښاغلي محقق د دوشنبې په ورځ له آزادي راډيو سره مرکه کې په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره د روسیې مرستې ګټورې وبللې.

ده وویل، د نورو هیوادونو په شان روسیه هم کولای شي؛ له افغانستان سره د همکاریو تړون لاسلیک کړي.

"لکه څنګه چې له نورو هیوادونو سره د همکارۍ تړون لرو؛ روسیه هم په دې برخه کې کولای شي ځای ولري. ځکه چې په سیمه کې د تاوتریخوالي نوې څپې زموږ ټول ګاونډيان اندیښمن کړي دي. د پولیسو او له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د روسیې همکارۍ کولای شي؛ ګټورې تمامي شي."

نوموړي وویل، په سیمه کې د افراطیت او تروریستي فعالیتونو زیاتیدو د ټولو هیوادونو لپاره اندیښنې پيدا کړي او باید ټول هیوادونه ورسره ګډه مبارزه وکړي.

د شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته د افغانستان او روسیې تر منځ اړیکو د پام وړ بدلون کړی دی.

روسانو څو ځله پر افغانستان د شوروي یرغل یوه تیروتنه بللې ده.

روسیې دغه راز د طالبانو د رژیم تر ختمېدو وروسته په افغانستان کې د لویدیځو ځواکونو د حضور ملاتړ کړی دی.

دغه هیواد دا مهال له افغانستانه د مخدره موادو د تولید او قاچاق څخه هم سخته اندیښنه لري.

افغان چارواکي ټینګار کوي چې له روسیې سره په بیلابیلو برخو کې د همکاریو د تړون لاسلیک د افغانستان په سیاست کې د بدلون په معنی نه ده.

د سیمه ییزو چارو کارپوهان هم له روسیې سره د افغانستان د همکاریو تړون ګټور بولي.

د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژيکو مطالعاتو د مرکز رییس روح الله امین آزادي راډيو ته وویل چې دا ډول تړونونه کولای شي؛ په اوږد مهال کې د سیمې په کچه تفاهم رامنځ ته کړي.

"دا قرارداد ډیر مهم دی. نه یوازې دا چې د افغانستان لپاره مستقیمې ګټې لري بلکې د دواړو خواو ژمنې په سیمه کې امنیت او د ګډو کټو فضا رامنځ ته کوي."

د چارو پوهان وایي، د افغانستان پر وړاندي د پخواني شوروي اتحاد او د اوسنۍ روسیې دریځونه توپير لري.

دغه کارپوهان وایي، افغانستان دا مهال د روسیې سیاسي او اقتصادي حضور ته اړتیا لري او نه باید چې اوسني فرصتونه له لاسه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG