د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي؛ په احتمالي توګه د افغانستان د راتلونکي کال کرنیز حاصلات به د طبیعي پېښو له امله زیانمن شي.
احمد ضیا مسعود د سې شنبې په ورځ په کابل کې د کرنې د چارو د همغږي کولو په منظور جوړ شوي تخنیکي ورکشاپ کې وویل چې په راتلونکي هجري لمریز کال کې به د احتمالي وچکالۍ له امله افغانستان ونه شي کړای کافي کرنیز محصولات ترلاسه کړي.
ښاغلي مسعود له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي:
"په احتمالي ډول اوسني پېښې کولای شي؛ زموږ زراعت ته زیان ورسوي؛ موږ به و نه شو کړای هغه تمه چې د حاصل د لاس ته راوړلو په برخه کې مو درلوده؛ ترلاسه کړو، څنګه چې کرنه زموږ د ملي عوایدو اصلي بدنه تشکیلوي؛ له نړیوالې ټولنې نه زموږ غوښتنه هم دا ده چې په ۲۰۱۵ کال کې موږ سره مرستې وکړي."
هغه وړاندوینې چې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال سازمان له خوا شوي؛ ویل کیږي چې تر راتلونکو دوو اوونیو به د افغانستان په مرکزي سیمو کې وروښتونه وشي.
کرنه د افغانستان له مهمو اقتصادي عایداتي سرچینو څخه ګڼل کیږي.
ویل کیږي چې افغانستان له یوه تبا کوونکې او مضرې وچکالۍ او د اوبو د ویش له ناسم مدیریت سره لاس اوګریوان دی او نږدې هر کال د وچکالۍ له امله د افغانستان کرنیز محصولات له ستونزو سره مخ کیږي.
بل خوا د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي؛ په افغانستان کې د احتمالي وچکالۍ د ستونزې د حل لپاره د اړوندو ارګانونو او اداراتوته ترمنځ همغږۍ ته اړتیا ده.
د دې وزارت د احصایي د برخې رییس رباني حقیقت پال د همدې ورکشاپ په څنډه کې خبریالانو ته وویل؛ د کرنې وزارت په یواځې توګه نشي کولای یاده ستونزه حل کړي:
"اوس مهال د اوبو کموالی محسوسیږي، د کرنې وزارت په یواځې توګه دغه ستونزه نه شي هوارولی؛ یاد وزارت به له اړوندو ارګانونو سره د غذايي موادو په برابرولو او په فني او تخنیکي ډول د ژورو څاګانو په کندلو کې اقدامات وکړي."
د راپورونو په اساس په راتلونکي کال کې به احتمالي وچکالۍ د افغانستان خلک وڅپي چې تر ډېره به یې زیان بزګرانو او مالدارانو ته واړي.
ویل کیږي، د راتلونکې وچکالۍ عمده دلیل د اوبو د زیرمو کموالی؛ په خپل وخت دې وارو او بارانونو نه ورښت بلل کیږي.
دغه راز د موسمي ورښتونه کموالی به د دې باعث شي چې بزګران للمي ونه کري او په دې سره به د غالې په بیو کې زیاتوالی راشي.
په ورته وخت کې د چارو کارپوهان وايي؛ که په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان په ستراتیژیکو سیمو کې د اوبو په لویو او وړو بندیونو باندې کار شوی وای؛ نو تر ډېره به د احتمالي وچکالۍ مخه نیول شوې وای.
راپور: رحمت الله افغان